اروزګان کې د افغانیو ترویج کمېټې د یوې ناستې پر مهال پر بهرنیو اسعارو، په ځانګړې توګه پر کلدارو د راکړې ورکړې مخنیوي لپاره یوه میاشت وخت ورکړی دی.
د اروزګان د مرکز ترینکوټ اړوند د سولې سیمه کې د اوبو رسولو یوې شبکې په جوړېدو د څلورو کلیو ۶۲۵ کورنیو او د یوه ښوونځي ۴۵۰ زدهکوونکو ته د څښاک پاکو اوبو اسانتیا برابره شوه.
د اروزګان په خاص اروزګان ولسوالۍ کې شاوخوا ۴۰۰ ماشومان پر یوې نامعلومې ناروغۍ چې تر اوسه تشخیص شوې نه ده، اخته شوي دي.
د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې یوه ځوان په ټوپک ځان ویشتلی او وژلی دی.
د لوګر، کونړ او اروزګان زرګونو اوسېدونکو په سویډن او نیډرلینډ هېوادونو کې قرانکریم ته د شوي سپکاوي په غبرګون کې لاریونونه وکړل او د دغه عمل ترسره کوونکو ته يې د سختې سزا غوښتنه وکړه.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې له تېرو جګړو د هاوان یوې پاتې مرمۍ چاودنې له امله یو کس وژل شوی دی.
د اروزګان له مرکز ترینکوټ څخه تر خاص اروزګان ولسوالۍ د ۵۰ کیلومتره سړک هوارولو چارې بشپړې شوې.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/ UNICEF له لوري د اروزګان مرکز ترینکوټ په دوو ښوونځیو او یوه روغتیايي مرکز کې د ۱۰ میلیون افغانیو په لګښت د برېښنا، څښاک پاکو اوبو رسولو او تشنابونو جوړولو درې پروژې بشپړې شوې.
ترینکوټ (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۱): د اروزګان د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، هغه کس یې نیولی چې درې ورځې مخکې یې له یوه لس کلن
په فراه او اروزګان کې لسګونه جریب ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوې او دغهراز په اروزګان، پروان، تخار، فاریاب او بدخشان کې د بېلابېلو نشهيي توکو د قاچاق، پېر او پلور په تړاو یوولس کسان نیول شوي دي.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې یوه کورنۍ- چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې یې دوه ماشومان تښتول شوي او سرونه ترې پرې شوي- له چارواکو د عدالت غوښتنه کوی.
د اروزګان ولایت په چارچینو ولسوالۍ کې یوه کس خپله مېرمن په ډزو وژلې ده.