ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې یو کس د خپل ماشوم وراره د وژلو په تور نیول شوی

اروزګان کې یو کس د خپل ماشوم وراره د وژلو په تور نیول شوی

author avatar
22 Jan 2023 - 16:52
اروزګان کې یو کس د خپل ماشوم وراره د وژلو په تور نیول شوی
author avatar
22 Jan 2023 - 16:52

ترینکوټ (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۱): د اروزګان د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، هغه کس یې نیولی چې درې ورځې مخکې یې له یوه لس کلن ماشوم سر پرې کړی او وژلی و.

د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر مولوي امین پژواک خبري اژانس  ته وویل، نیول شوی کس بورجان نومېږي او د مرکز ترینکوټ اوسېدونکی دی.

هغه وایي، بورجان د هغه لس کلن ماشوم تره/ کاکا دی چې څو ورځې مخکې یې مړی وموندل شو.

نوموړی زیاتوي، له لومړنیو څېړنو معلومه شوه چې بورجان خپل وراره له تښتولو وروسته یوه ځنګله ته بېولی او هلته یې ترې سر پرې کړی و.

د مولوي امین په خبره، دغه کس غوښتل چې خپل ورور (د وژل شوي ماشوم پلار) هم ووژني خو د خپل دغه پلان له عملي کولو مخکې ونیول شو.

هغه وویل، دا وژنه د کورني تاوتریخوالي په پایله کې شوې ده.

امنیتي کسان د یاد ماشوم د وژنې په تور د هغه تره وروسته له هغه نیسي چې تېره جمعه د ماشوم کورنۍ له چارواکو د عدالت غوښتنه کړې وه.

دغه کورنۍ- چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې یې دوه ماشومان تښتول شوي او سرونه ترې پرې شوي- د خپل دویم وژل شوي ماشوم مړی د اعتراض په توګه د ولایت مخې ته وړی و.

د یادې کورنۍ یوه غړي سید رحیم د جمعې په ورځ پژواک خبري اژانس ته وویل: «لس کلن عبدالرحیم دوې ورځې مخکې له کوره نادرکه شوی و خو نن یې د هغه جسد په داسې حال کې پیدا کړ چې سر یې پرې شوی و او په ډېره ظالمانه توګه وژل شوی و.»

هغه وایي، له تېرو درېیو کلونو راهیسې دا دویمه پېښه ده چې ورسره کېږي.

نوموړي زیاته کړه: «درې کاله مخکې هم زموږ د کورنۍ یو ماشوم چې شاوخوا ۸ کاله عمر یې درلود، په ورته ډول ورک شو او بیا په داسې حال کې وموندل شو چې سر یې له تنې پرې شوی و.»

د سیدرحیم په خبره، له دغو پېښو وروسته اړ شول اعتراض وکړي څو د دوی د ماشومانو قاتلان پیدا او سخته سزا ورکړل شي.

نوموړی وايي، د دوی کورنۍ له هیچا سره هیڅ راز دښمني نه لري او نه پوهېږي ولې داسې ورسره کېږي.

Visits: 156

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.