Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، کابل ښار کې د ۴۰ موټرو ترانسپورټي فعالیت د تخنیکي ستونزو د حل په موخه وځنډول شو.
د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالتونو د تحریم شام د مشر احمد شرع د نیولو پر سر د لس میلیون ډالرو جایزه له هغه سره د لوړپوړي امریکایي پلاوي له لیدنې وروسته لغوه کړې ده.
د جرمني په ختیځ ماګدیبورګ ښار کې یوه کس له ګڼېګوڼې په یوه ډک بازار کې خلک په موټر وهلي چې له امله یې دوه کسان مړه او ۸۶ نور ټپيان شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د بریتانیا له شارژدافیر سره ليدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، په اروپا کې د افغانانو لپاره د قونسلي خدمتونو د بیا ځلې انسجام او پیلېدو د عملي هڅو په اړه خبرې کړې دي.
کابل کې د ښاروالۍ له لوري په ۶۵۰۰ زره افغانۍ د یو ټن ډبرو سکرو پلور په داسې حال کې پیل شو چې نن په بازار کې په اوسط ډول یو ټن د ډبرو سکاره په ۱۲۵۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د افغانستان او ترکمستان بهرنیو چارو وزیرانو د ټاپي نللیکې له چارو لیدنه کړې او ترڅنګ یې د دې پروژې کارونو د چټکتیا او د ویزې او ترانسپورټي برخو کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو په اړه هم خبرې کړې دي.
د چارو اداره وايي چې د اسلامي امارت د مشرتابه له هدایت سره سم یې په هېواد کې د ناسمو دودونو د مخنیوي او اصلاح په موخه یوه کړنلاره تصویب کړې او هیله یې څرګنده کړې چې په پلې کېدو سره به یې په ټولنه کې اصلاح رامنځته شي.
باوري سرچینې وایي چې په طبي انسټیټیوټونو کې د نجونو زدهکړې ځنډول شوې، خو بېرته یوازې د وروستیو ازموینو ورکولو اجازه ورکړل شوې ده؛ اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په ترکیه کې له یو شمېر افغان سوداګرو سره په ليدنه کې ویلي، د ا.ا مشرتابه دوی ته «د اقتصادي مجاهدینو» په سترګه ګوري او ترې غوښتي یې دي چې بېرته هېواد ته ستانه شي.
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د سپاه پاسداران یو نظامي مستشار کیومرث پورهاشمي په سوریه کې وژل شوی دی.
په اسلاماباد کې د تحریک انصاف ګوند پلویانو خپلې مظاهرې ځنډولې او د ترافیک پولیسو ویلي چې په دغه ښار کې د احتجاجونو له امله د تړل شوو سړکونو پرانیستلو لړۍ پیل شوې او ژر به ترافیک بېرته خپل عادي حالت ته راوګرځي.
د روسیې د امنیت شورا عمومي منشي په مشرۍ پلاوي د کورنیو چارو او ملي دفاع له سرپرست وزیرانو سره د سیاسي، امنیتي او اقتصادي مسایلو په اړه خبرې کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP