Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د لوړو زدهکړو د ځینو لغوه شوو موسسو مسوولین او ځینې زدهکړیالان وایي، د موسسو د لغوه کېدو پر پرېکړه دې بیا کتنه وشي، خو د لوړو زدهکړو وزارت د وضاحت ترڅنګ دغه پرېکړه پرځای بولي، وایي چې د یادو موسسو محصلین به له ازموینې وروسته د زدهکړو نورو موسسو ته معرفي شي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو، افغانستان کې په طبي انسټیټیوتونو کې د نجونو د زدهکړو پر ځنډولو اندېښنه ښودلې او له افغان چارواکو یې غوښتي چې دغه پرېکړه بېرته واخلي.
په کابل کې د ایران د سفیر د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په لېدنه کې ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا په موخه به په نږدې راتلونکي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ لوړ پوړي پلاوي سفرونه وکړي.
ستره محکمه وایي، په میدانوردګو ولایت کې یوه کس ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
د پاکستان د ترهګرۍ ضد محکمې تېره ورځ د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان، د هغه د مېرمنې او ۹۴ ملګرو د نیولو نه ضمانتکېدونکي حکم صادر کړی دی.
یوناما افغانستان کې د ښځو پر وړاندې «د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره د چټکو» اقداماتو غوښتنه کړې، خو ا.ا وایي، په دې برخه کې یې ډېر کار کړی او هېڅوک حق نه لري چې له مېرمنو سره تاوتریخوالی وکړي او یا یې پر شرعي حقونو سترګې پټې کړي.
افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په لېدنه کې ویلي، په نږدې راتلونکي کې به د روسیې لوړپوړی پلاوی کابل ته راشي او د ا.ا لوړ پوړیو چارواکو سره به په ګڼو برخو کې د همکاریو د پراختیا پر امکاناتو خبرې وکړي.
د افغانستان لپاره د چین استازي وایي، هېواد یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او د دغه هېواد له سولې او بیارغونې خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د روغتیا نړیوال سازمان له مسوولینو غوښتي چې د افغانستان کورنی روغتیایي سیستم تجهیز او تقویه کړي او د ادویې په برخه کې دې کورني روغتیا سکتورونه غښتلی کړي تر څو د افغانستان روغتیایي مرکزونه تمویل او افغانان له صحي پلوه پرځان بسیا شي.
اسراییل وايي چې تېره شپه یې په ایران کې د توغندیو جوړولو مرکزونه او د هوا دفاعي سیسټمونه په نښه کړي او په ایران کې سرچینو هم څرګنده کړې چې د دغه هېواد د درېیو ولایتونو ړ نظامي مرکزونو ځینې برخې په نښه شوې چې په کې د پوځ دوه سرتېري وژل شوي دي.
اسراییل اعلان کړی چې د ایران ځیني نظامي مرکزونه یې په نښه کړي خو د ایران تسنیم اژانس وايي، یادو بریدونو کې دومره زیان نه دی خو په تهران کې هیڅ نظامي مرکز نه دی په نښه شوی.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د خصوصي ښوونځیو اتحادیې له استازو سره په لېدنه کې ویلي، ا.ا په هېواد کې له خصوصي سکتور ملاتړ کوي او ډاډ یې ورکړی چۍ د خصوصي ښوونځیو پر وړاندې شته ستونزې به د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP