Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د پژواک موندنې ښیي چې د روان لمریز کال له پیله تر اوسه د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې ۵۰ کسان چې ۹۰ سلنه یې ځوانان او ماشومان دي، په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند وایي، د مشرتابه د حکم له مخې، د دوو وزارتونو لپاره مرستیالان، د سرپل لپاره والي، د دوو ولایتونو لپاره مرستیالان، دوه رییسان، درې قوماندانان او یو ولسوال ټاکل شوي دي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې خیبرپښتونخوا کې د برید په تړاو په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت مرستیال تېره ورځ ورغوښتی و چې ا.ا په وار، وار د پاکستان په ناامنیو کې د افغانستان لاس لرل رد کړي دي.
چارواکي وایي، امنیتي ځواکونو د کابل ښار پنځمې ناحیې اړوند سیمه کې د داعش پر یوه پټنځای عملیاتو کې د دې ډلې یو شمېر هغه غړي نیولي چې غوښتل یې د محرم مياشتې پر مراسمو بريدونه وکړي.
د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ډونالډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین په یوه غونډه کې په وسلهوال برید کې برسېرن ټپي شوی او مشکوک بریدګر هم وژل شوی دی.
د برېټانیا لومړي وزیر، ریشي سوناک وروسته له هغه له خپلې دندې استعفا وکړه چې ګوند یې په پارلماني ټاکنو کې کمې رایې واخيستې.
د میدانوردګو سیمهییز چارواکي وایي چې د دغه ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د مڼې ګل دوهوېشتمه کلنۍ دودیزه مشاعره جوړه شوه.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، د اسلامي امارت ویاند د دوحې له درېیمې غوندې تر راستنېدو وروسته د دغه وزارت له سرپرست سره د دې غونډې او هلته د ترسره کړو ناستو په تړاو معلومات شریک کړل.
د ریاستإالوزرا سیاسي مرستیال وایي، د ا.ا په اړه د نړۍوالو نظر بدلون موندلی؛ څرنګه چې دا مهال د سیمې هېوادونه له ا.ا سره مثبت او رغنده تعامل لري، دغه راز به په راتلونکې کې له لرو پرتو هېوادونو سره هم مثبتې اړیکې ولري.
د عدلیې وزارت وایي، د دغه وزارت د وړاندیز او د ریاستالوزراء د منظورۍ له مخې د لا ډېرو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د ۲۳ ولایتونو عدلیې رییسان له یو ولایت څخه بل ته تبدیل شول.
د عامې روغتیا وزارت وایي، د میدانوردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د یوه کس په ۱.۵ میلیونه ډالرو مالي لګښت یوه روغتون ته ودانۍ جوړه شوه.
کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یې یوه ښځه د ۴۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د سره زرو غلا په تور نیولې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن