کابل (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۵): د ترکیې په لوېدیځ کې د یوه مسافر وړونکي بس او یوه کرېنلرونکي موټر د ټکر له امله لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.
د الجزیرې د راپور له مخې، دغه پېښه د یکشنبې په سهار د ترکیې د مانیسا ولایت په آقحصار سیمه کې د ګبزه–اورهانغازي–ازمیر لویې لارې د محصول اخیستنې دروازو ته نږدې شوې ده.
د مانیسا د والي دفتر ویلي چې سیمهییز چارواکي پر ځایي وخت سهار شاوخوا ۱۱ بجې له دې پېښې خبر شوي دي.
د چارواکو په وینا، د پېښې ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي او د بس موټرچلوونکی له روغتونه تر رخصتېدو وروسته د پولیسو له خوا نیول شوی دی.
د پېښې له ځایه خپاره شوي انځورونه ښيي چې دواړه موټر چپه شوي او مسافر وړونکي بس ته سخت زیان اوښتی دی.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر مصطفی چیفتچي په یوه پیغام کې د پېښې قربانیان د دغه هېواد وګړي بللي، خو چارواکو تر اوسه د قربانیانو په منځ کې د بهرنیو وګړو شتون نه دی تایید کړی.
بلخوا، د مانیسا والي واحدالدین اوزکان د پېښې ځای ته د تلو پر مهال ویلي چې د څارنوالۍ دفتر تر څارنې لاندې څېړنې روانې دي.
نوموړي د ترافیکي قوانینو پر جدي رعایت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دغې پېښې یو ځل بیا د ترافیکي مقرراتو د مراعاتولو ارزښت څرګند کړ.