Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د راپورونو له مخې، په تېرو درېیو اونیو کې څه باندې سل زره افغانان له پاکستانه په اجباري توګه ایستل شوي دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، د کندز ولایت په چهاردره ولسوالۍ کې راستنو شوو کډوالو ته په درې زره جریبه ځمکه کې د یوه ښارګوټې جوړولو چارې پیل شوې.
د راپورونو له مخې، د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر پاپ فرانسیس د ۸۸ کلونو په عمر ومړ.
د عدلیې سرپرست وزیر د یو شمېر خصوصي روغتونونو له مسئولينو سره په لیدنه کې ویلي، ځینې روغتونونه یوازې د سوداګرۍ په موخه جوړ شوي، له ناروغانو څخه زیاتې پیسې اخلي او غوښتنه یې کړې چې خصوصي روغتونونه دې تر خپلې وسې له ناروغانو سره مرسته وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د بهر مېشتو افغانانو د مشورتي جرګې له استازو سره په لیدنه کې ویلي، د اسلامي نظام په بیا واکمنېدو سره د افغانانو ترمنځ کرکې له منځه تللې او د هرې ورځې په تېرېدو سره یووالی پیاوړی کېږي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراجالدین حقاني د دغه وزارت د رهبرۍ شورا په غونډه کې ویلي چې پولیس باید د خلکو هوساینه او د هغوی د امنیت خوندیتوب د خپل مسوولیت لومړیتوب وګڼي.
اقتصادي کمېسیون د کانونو سکټور د عوایدو تګلارې مسوده او په بلخ کې د ۸۰ میلیون افغانیو په پانګونې سره د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه تایید کړه او د اوبلن ګاز تاسیساتو جوړولو کړنلارې او د کارګو او پوستي شرکتونو د تخلفاتو مخنیوي لپاره یې کمېټې وټاکلې.
د روسیې ولسمشر د عیسویانو د اختر په مناسبت په اوکراین کې د ۳۰ ساعتونو لپاره د اوربند اعلان کړی دی.
د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو کابل کې پر سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټي موضوعاتو د خبرو ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د مسایلو د هواري پر موثرو لارو چارو هوکړه کړې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست او کابل کې د روسیې سفیر د دغه هېواد د سترې محکمې له خوا د ممنوعه ډلو له نوملړه د ا.ا ایستل د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د پرمختګ لپاره مهمه پرېکړه بللې ده.
عدلیې وزارت ویلي، په وروستیو ورځو کې یې د معاملاتو د لارښوونې دفترونو او د ملکیتونو مالکینو له خوا د لوړو کرایو او ډېر کمېشن اخیستو په اړه شکایتونه ترلاسه کړي چې هېواد ته د کډوالو د راستنېدو له لړۍ د ناوړې استفادې ښکارندویي کوي.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي، د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې د ملي پراختیا د ستراتیژۍ مسوده او د بغلان په خنجان ولسوالۍ کې د تیر پارک او د غزني په مرکز کې تر ځمکې لاندې سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحې تایید شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP