د کندهار امنیتي مسوولین وایي، چې د سپین بولدک ولسوالۍ د دوست محمد په کلي کې د نشه يي توکو په یوه فابریکه کې د اورلګېدني پر مهال درې تنه ټپیان شوي او یو کس مړ شوی دی.
سیمهییز مسوولین وایي، د سوداګریزو توکو په لېږد رالېږد کې د اسانتیاوو برابرلو په موخه د کندهار ولایت ګمرک کې د څه باندې ۲۵.۷ میلیون افغانیو په لګښت د ۳۰ جریبه ځمکې د کانکرېټ او جغلاچونې چارې پیل شوې.
د کندهار د نېښ ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وایي، ښوونځي یې ودانۍ نه لري او ډېر شمېر زدهکوونکي په جوماتونو او یا هم ازاده فضاء کې زدهکړې کوي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال کندهار کې د یوه جومات د جوړېدو چارو د پیل په مراسمو کې ویلي، د بدخشان په واخان کې د افغانستان او چین نښلوونکي سړک په ګډون د هېواد په کچه د ۵۰۰ لویو او وړو پروژو چارې روانې دي.
کندهار کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې دودولو په موخه د «ښه کتاب، ښه ژوند» تر عنوان لاندې د کتابونو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
په کندهار کې د افغان ترک ښوونځیو مدیر هارون ډیزي ایري وایي، دوی په افغانستان کې د تعلیم په برخه کې خپلو همکاریو او خدماتو ته دوام ورکړي او دا د ترکیې او افغانستان تر منځ د دوستۍ نښه ده.
د کندهار ښار په دوهمه ناحیه کې د ښاروالۍ له خوا د یوه نوي سړک د جوړېدو چارې پيل شوې
د کندهار د صنایعو او کانونو خونه وایي، سږ کال په سوېلي ولایتونو کې پنبه ډېره کرل شوې چې د اټکل له مخې د پنبې پروسس فابریکو لپاره به تر شاوخوا یو میلیون ټنه پنبه راټوله شي.
د کندهار امنیه قومانداني وایي، په دغه ولایت کې د معتادینو د درملنې له مرکزه ۳۴۳ کسان له لس میاشتنۍ درملنې وروسته مرخص شول.
د کندهار د کلیو پراختیا ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په هره ولسوالۍ کې د اوبو یو- یو بند جوړېږي چې د ځینو د سروې چارې دا مهال روانې دي.
د لوړو زدهکړو وزارت له لورې د ۱۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د کندهار پوهنتون د تدریسي روغتون او لیلیې ودانیو نیمهبشپړه پروژو چارې پیل شوې.
د کندهار ښاروالۍ وایي، د ښاري نظم په موخه یې په دغه ښار کې د ۹۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت د مېوو او ترکاري پلورونکو لپاره ۲۸۰ غرفې اېښې دي.