ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار نېښ کې ښوونځیو ته د ودانیو نشتوالی؛ زده‌کوونکي جوماتونو کې درسونه وایي

د کندهار نېښ کې ښوونځیو ته د ودانیو نشتوالی؛ زده‌کوونکي جوماتونو کې درسونه وایي

author avatar
4 Jan 2024 - 17:17
د کندهار نېښ کې ښوونځیو ته د ودانیو نشتوالی؛ زده‌کوونکي جوماتونو کې درسونه وایي
author avatar
4 Jan 2024 - 17:17

کندهار (پژواک، ۱۴ مرغومی ۱۴۰۲): د کندهار د نېښ ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وایي، ښوونځي یې ودانۍ نه ‌لري او ډېر شمېر زده‌‌کوونکي په جوماتونو او یا هم ازاده فضاء کې زده‌کړې کوي.

هغوی غوښتنه کوي چې په دې ولسوالۍ کې دې ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شي.

د نېښ یو اوسېدونکی محمدرسول وایي، د ولسوالۍ په کچه ټول ښوونځي فعال دي، خو د ودانیو نشتون له امله اړ دي چې د جوماتونو له ودانیو څخه د ټولګیو په توګه کار واخلي.

هغه وايي: «زموږ په ولسوالۍ کې ټول ښوونځي فعال دي خو ودانۍ نه‌ لري، ډېر زده‌کوونکي د کلي په مسجدونو کې زده‌کړې کوي چې هلته هم نه ځایېږي، نو بیا د مسجد مخې ته ناست وي که یخ وي او که ګرمي وي. زموږ غوښتنه دا ده چې د ښوونځيو لپاره دې ودانۍ جوړې شي.»

یاده ولسوالۍ کې د ښوونځي یوه زده‌کوونکي سمیع‌الله وویل، اوسمهال په دې ولسوالي کې د پخوا په پرتله ډېر شمېر زده‌کوونکي ښوونځيو ته ځي؛ ځکه جګړې او وېره نشته، خو دا چې ښوونځي یې ودانۍ نه‌ لري، د دوی لپاره لویه ستونزه ده.

نوموړي زیاته کړه: «موږ غواړو زده‌کړې وکړو، خو که د ښوونځيو لپاره ودانۍ راته جوړې شي. له درس سره به مو نوره هم مینه پیدا شي، اوس کله په مسجد کې درس وایو کله د مسجد د باندې، شاګردان ډېر دي.»

د دې ولسوالۍ د ښوونځيو یو شمېر زده‌کوونکي دغه راز وايي، د ودانیو نشتون سربیره یې ښوونځيو ته درسي کتابونه هم نه دي رسېدلي چې حکومت یې باید ستونزو ته پاملرنه وکړي.

ورته وخت کې د کندهار د نېښ ولسوال مولوي فیض‌الله فیضاني هم یاده ستونزه مني، خو وايي چې له مسوولینو سره یې شریکه کړې او هڅه کوي په دې ولسوالۍ کې ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړي.

هغه وویل: «موږ په نېښ کې یوه لېسه لرو چې ودانۍ یې شته او نهه نور ښوونځي لرو چې اکثره یې ودانۍ نه‌ لري، موږ د ودانیو په اړه غوښتنه کړې او وعدې هم راکول شوې، خو تر اوسه لا کوم عمل اقدام نه دی شوی.»

بلخوا‎ د کندهار د پوهنې ریاست مسوولین وايي، په نېښ ولسوالۍ کې یوازې درې ښوونځي وانۍ لري، خو په خبره یې چې بیارغونې ته اړتیا لري.

د کندهار د پوهنې ریاست ویاند مولوي احمد جان نظري وايي، په پلان کې لري چې راتلونکی کال په دغه ولسوالۍ کې دوه نورو ښوونځيو ته هم ودانۍ جوړې کړي.

نوموړی وايي: «پلان لرو چې په نېښ ولسوالۍ کې د دوو ښوونځیو ودانۍ جوړې کړو او دغه راز د درېیو ښوونځیو ودانۍ به ترمیم شي او د زده‌کوونکو د کتابونو یا نورو غوښتنو په اړه به ووایم چې امکاناتو ته په کتو به د هغوی ستونزو ته هم رسیده‌ګي کوو.»

د یادونې ده، په دغه ولسوالۍ کې د هلکانو ترڅنګ تر شپږم ټولګي پورې یو شمېر نجونې هم ښوونځيو ته ځي چې له ورته ستونزو سره مخ دي.

Views: 127

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.