د کډوالو چارو سرپرست وزير خليلالرحمن حقاني وايي، له هغه وروسته چې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستنې لړۍ پيل شوې، تر اوسه څه باندې ۳۰۰ زره کډوال راستانه شوي دي.
د کندهار د دامان ولسوالۍ اړوند د کابل – کندهار پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
له هغه وروسته چې پاکستان له دغه هېواده افغان کډوال په زور ایستلو ته اړ کړل، تر اوسه لسګونه زره کډوال راستانه شوي دي.
کندهار (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۲): د سپينبولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي کډوال وایي، د پاکستان حکومت په زور راشړلي او د کورونو وسایل،
د کندهار نېښ ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي روغتیايي خدماتو له نه لاسرسي شکایت کوي او وايي، په دې ولسوالۍ کې یوازې یو روغتیايي مرکز دی چې امکانات یې کم دي او ټولو خلکو ته خدمات نه شي وړاندې کولی.
د کندهار امنیتي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې یو وسله وال غل پر نظامیانو د برید په هڅه کې و وژل شو.
د کندهار د تخه پل ولسوالۍ د مېل پله په سیمه کې د دوو اړخونو تر منځ د ځمکې پر سر شخړه کې لس تنه ټپیان شوي دي.
کندهار (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۲): د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، له دغه ولایته د انګورو صادرات پای ته رسېدلي چې سږ کال د
د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزير پرون د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې له پاکستانه د تازه راستنېدونکو افغان کډوالو د احوال اخیستو پر مهال له موسسو غوښتي څو له دغو راستنېدونکو سره مرستې ډېرې کړي.
کندهار کې مسوولین وايي چې له دغه ولایته هند ته د انارو صادرات پيل شوي او هیله څرګندوي چې پر وړاندې یې خنډونه جوړ نه شي.
یو شمېر مسافر شکایت کوي چې پاکستاني ځواکونو د سپینبولدک – چمن دروازه کې له شاوخوا یوې اونۍ راهیسې شرایط سخت کړي دي.
د کندهار ښاروالي وایي، د دغه ښار په بېلابېلو ناحیو کې یې د ۲۰.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د فرعي کوڅو کانکرېټ اچولو چارې پیل کړې او په دغه پروژه کې به شاوخوا شپږ زرو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.