ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله لس تنه ټپيان شوي

کندهار کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله لس تنه ټپيان شوي

author avatar
26 Oct 2023 - 22:23
کندهار کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله لس تنه ټپيان شوي
author avatar
26 Oct 2023 - 22:23

کندهار (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۲) د کندهار د تخه پل ولسوالۍ د مېل پله په سیمه کې د دوو اړخونو تر منځ د ځمکې پر سر شخړه کې لس تنه ټپیان شوي دي.

چارواکي وایي، دا پېښه نن پنجشنبه د لړم په ۴ نېټه ماسپښين شاوخوا درې بجې رامنځ ته شوې چې په ترڅ کې یې لس تنه برسېرن ټپیان شوي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند حافظ صابر پژواک خبري اژانس ته وویل، د پېښې ټپیان تر درملنې وروسته کورونو ته لېږدول شوي.

د هغه په وینا، د پېښې په اړه پلټنې پيل شوي او وروسته به څرګنده شي چې اصلي لامل یې څه وو.

بل خوا د سیمي اوسېدونکي وایي، په دې پېښه کې له لس تنه ټپیانو څخه د څلورو تنو روغتیايي حالت یې د اندېښنې وو.

د تخته پل ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی عبدالغفار وایي، پر دې ځمکه مخکې هم شخړه رامنځ ته شوې او دوه لوري یې د ملکیت دعوه کوي ، خو دا معلومات نشته چې دا ځمکه اصلاً د چا ده.

پژواک هڅه وکړه چې د دې پېښې د دواړو اړخونو نظر او معلومات هم واخلي خو بریالي نه شو.

 

 

Views: 71

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.