کندهار (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۲): د سپينبولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي کډوال وایي، د پاکستان حکومت په زور راشړلي او د کورونو وسایل، نغدې پیسې او ان په بانکونو کې يې شتمنۍ ترې ضبط کړې دي.
هغوی وايي، د پاکستان امنیتي ځواکونو په داسې حال کې له خپلو کورونو په زور ایستلي چې له جیبونو يې نغدې پیسې ترې اخیستې او د کورنۍ ځینې غړي يې هم هلته پاتې دي.
عبدالحکیم چې له پاکستانه هېواد ته راستون شوی، وايي، کډه یې را اړولې خو د کورنۍ ځیني غړي یې لا هم د ډیورنډ کرښې ها غاړې ته پاتې دي.
هغه زیاته کړه: «په دومره ظلم یې را ایستلي یو چې زموږ نه ډېر د کور سامان پاتې شو، اوس مې هم ماشومان ها غاړې ته پاتې دي او زه دلته یم، په کراچۍ کې مې کور پاتې شو، د کور وسایل مې پاتې شول، پاکستانیانو په بانکونو کې د افغانانو پيسې ضبط کړې دي، ان د افغانانو له جیبونو څخه یې پيسې اخیستې دي.»
یو بل راستون شوی سپينږیری راز محمد هم وایي، په پاکستان کې یې خپل کور او دغه راز په کاروبار بندې پيسې ترې پاتې شوې او هغه تش لاس هېواد ته راغلی.
هغه زیاته کړه: «زما کور هلته پاتې شو، کاروبار مې پاتې شو، دوه زامن مې پاتې دي، نه پوهېږم چې هغوی به راشي او که به یې بندیان کړي، هر څوک چې به له پاکستانه نه وتل ټول یې کشول زندانونو ته د ښځو او ماشومانو سره یې بندیان کول.»
دی وايي، هلته د ډېری افغانانو له ځايي پاکستانیانو سره حسابونه پاتې دي.
د نوموړي په وینا، د پاکستان حکومت افغان کډوالو ته له پنځوس زره کلدارو د زیاتو پیسو وړلو اجازه هم نه ورکوي.
عبدالواسیع چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې یې د پلاسټیک کاروبار کاوه وویل: «زموږ ګدامونه هلته ډک پاته شول، پر موږ يې چاپې ووهلې او له کورونو یې وایستلو، پر پنجابیانو او سندیانو چې مو پیسې وې هغوی راته وویل، لس ورځې وروسته راشه، نو لس ورځې وروسته خو موږ نه شو تلای، هغوی قصداً زموږ پیسې ګرځولې دي.»
دغه راز چارواکي وایي، د راستانه شوو کډوالو لپاره یې اسانتیاوې برابرې کړې او هغوی به په ښه ډول تر خپلو ولایتونو ورسول شي.
د کندهار د سپینبولدک ولسوال مولوي عبدالله بشیر وایي، د راستنېدونکو کډوالو لپاره یې لنډمهاله کمپ جوړ کړی چې د خوراکي توکو ترڅنګ په کې نور ټول خدمات وړاندې کېږي.
د هغه په وینا، پاکستاني چارواکو له افغانانو سره ډېر ظلم کړی چې هغوی یې په زور له خپل هېواده وایستل او کورونه یې ورته وران کړل.
نوموړي زیاته کړه: «د پاکستان لنډمهالي حکومت له افغانانو سره ډېر ظلم وکړ، خو موږ د خپلو افغانانو لپاره دلته هر ډول سهولت برابر کړی، څو هغوی تر خپلو ولایتونو پورې و رسیږي، موږ دلته ډوډۍ، دوا او نور ټول خدمات ورته برابر کړي دي.»
په سپینبولدک ولسوالۍ کې د کډوالو چارو امیر مولوي عبدالطیف حکیمي وایي، له تېرې دوشنبې ورځې راهیسې د بولدک له لارې هېواد ته تر۱۰ زره ډېر افغانان راستانه شوي او د افغان حکومت له خوا هر راستانه شوي کس ته ۱۱ زره افغانۍ او تر اړوند ولایت پورې د موټر کرایه ورکول کېږي.
هغه زیاتوي، چې په سپینبولدک کې د یوه بل لوی کمپ د جوړېدو پلان هم شته چې وروسته به یې په اړه معلومات شریک کړي.
شاوخوا يوه مياشت مخکې د پاکستان لنډمهاله حکومت اعلان وکړ، ټول هغه افغان کډوال دې خپل هېواد ته ستانه شي چې د کډوالۍ اسناد نه لري، د ځینو راپورونو له مخې، پاکستان کې یو عشاریه څلور میلیونه بېاسناده کډوال اوسېږي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










