په کندهار ولایت کې نن پنځه کسانو ته د لواطت او یوه کس ته د واده شوې ښځې تښتونې له امله تعزيري سزا ورکړل شوه.
د کندهار د کانونو او صنایع خونې رییس سیدسرور اماني وايي، په دغه ولایت کې شته کاني توکي باید لومړی په داخلي فابریکو کې پروسس او بیا بهر ته صادر شي.
د کندهار سیمهییز چارواکي وایي، د دغه ولایت د خاکرېز ولسوالۍ په سرګاو کارېز سیمه کې نن سهار ۱۰:۳۰ دقیقې د راکټ یوې زړې مرمۍ چاودنې له امله یو کوچی وژل شوی او دوه ماشومان ټپیان دي.
د کندهار ځّایي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په اتو ناحیو کې د کوڅو، ویالو او پلچکونو جوړولو یوې پروژې کار پیل شو.
کندهار (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۲): د کندهار په پنجوايي او ژېړۍ ولسوالیو کې نن د ۲۳۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت، د ۱۲ استنادي دېوالونو
کندهار، غزني (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۲): په غزني ولایت کې له ۸۰۰ اړو کورنیو سره نغدي او په کندهار کې بیا له ۸۰ کورنیو سره
مسوولین وايي چې پرون په کندهار کې د تېز باد او توپان له امله د دېوال نړېدو پېښه کې دوو ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
. . .
د کندهار ښار په عینو مېنه کې نن د سویلي زون په کچه د خوراکي توکو کیفیت معلومولو لپاره یو لوی لابراتوار پرانیستل شو.
په افغانستان کې د جاپان سفیر کندهار ته د سفر پر مهال پرون د دغه ولایت له مسوولینو او ملي سوداګرو سره په لیدنه کې ويلي، هېواد يې له افغانستان سره د مرستو څو برابره ډېرولو ته ژمن دی.
د کندهار ښار په عینو مېنه کې پرون په دوو جلا پېښو کې، شاهي کانال کې درې کسان اوبو ډوب کړي چې د یوه مړی موندل شوی او دوه نور نادرکه دي.
د کندهار په دهلې بند کې پرون یو کس په اوبو کې ډوب شوی او ژوند يې له لاسه ورکړی دی.