Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
امنيتي چارواکي وايي چې په کابل ښار کې د نشهيي توکو د پلور، قاچاق او کارولو په تور ۱۳ کسان نیول شوي، دغه راز هرات کې یو کس د قتل په تور نیول شوی دی.
هرات کې د چرګانو یو لوی فارم په ورځ کې د شاوخوا ۵۰ زره هګیو د تولید په ظرفیت سره بیاځلي فعال شوی او مسؤولین یې وايي، د تولید ډېرېدو لپاره یې حکومت باید له بهره د چرګانو هګیو پر وارداتو بندیز ولګوي.
هرات کې امنیتي سرچینې د دغه ولایت د مرکز په مربوطاتو کې د غلا په تور د شپږو کسانو له نیول کېدو خبر ورکوي.
هرات کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې د یوه موټر چپه کېدو پېښه کې یو کس مړ او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دوو درملو جوړولو او د یوې غیرالکولي مشروباتو د تولیدي فابریکې پرانېسته وکړه.
د هرات تورغونډۍ بندر د هېواد په لوېدیځه حوزه کې یو له مهمو سوداګریزو مرکزونو دی، مسوولین او کاروباریان وایي چې په دغه بندر کې د پخوا په پرتله کارونه او سوداګریز فعالیتونه ښه شوي دي.
د هرات د امنیې قوماندانۍ په دغه ولایت کې د قتل او غلا په تور د دوو کسانو له نیول کېدو خبر ورکوي او وايي چې د یادو کسانو دوسیې به ډېر ژر عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
ځایي مسوولین وایي چې په هرات او پنجشېر ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله درې کسان مړه او ۹ نور ټپیان شوي دي.
په هرات، غزني او بغلان ولایتونو کې له نږدې ۵۰۰۰ زره دیني عالمانو او مدرسو له فارفانو د سویې تثیبت ازموینې اخیستو لړۍ پیل شوه او وروسته به دغه کسان د دوولسم او څوارلسم ټولګیو، لیسانس او ماسټرۍ تر کچې د فراغت سندونه ترلاسه کړي.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د تاريخي ابداتو پر ساتنې او پالنې د ټينګار ترڅنګ وايي، د تېرې يوې مياشتې په موده کې ١٤٠ بهرنيو سيلانيانو دغه ولايت ته سفر کړى او له تاريخي او سياحتي ځایونو يې ليدنه کړې ده.
هرات کې ځيني ځوانان او کتاب پلورونکي د کتابونو مطالعې لپاره د انګیزې نشتوالي ته اندېښمن دي او وایي چې له ټولنیزو شبکو ډېره استفاده د دې لامل شوې چې د مطالعې ته د ځوانانو لېوالتیا کمه شي.
د هرات د غرهختونکو فډراسیون ریاست وايي چې د دغه فډراسیون یو شمېر غړو د خپلو ورزشي پروګرامونو په لړ کې وکولای شو چې د دغه ولایت په شمال کې د خواجه ابدال غره تر ټولو لوړه څوکه فتحه کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP