د بېل ګېټس بنسټ د نړۍوالې پرذختیا رییس کریس الیاس او د سویلي اسیا لپاره د یونیسف ادارې مشر د عامې روغتیا وزیر سره د پولیو پر له منځه وړلو خبرې وکړې.
تر اسیایي جام سیالیو مخکې ملي اتل راشد خان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې لوبغاړو سره خپلې تجربې، مشورې او سپارښتنې شریکې کړې.
د افغانستان کرکټ بورډ د روانې میاشتې په پای کې له متحده عربي اماراتو سره د درېیو شل اووریزو لوبو مهالوېش اعلان کړی دی.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ ندا محمد ندیم ویلي، چې د مسلمانو ګاونډیو هېوادونو پر ضد باید تېز او د دښمنۍ غبرګون ونه لرو.
ریاست الوزراء وایي چې د نږدې دوه میلیارده افغانیو په ارزښت د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د ۴۵۰مخابراتي سایټونو جوړولو تړون لاسلیک شو.
د افغانستان د سرپرست حکومت د مالیې وزارت وایي، چې نړۍوال بانک په افغانستان کې خپل دفتر پرانیزي او نیمګړې پروژې بېرته پیلوي.
یوې سرچینې ویلي چې امریکایي پلاوي په اسلاماباد کې د خبرو اترو پر مهال د افغان کډوالو د ایستلو پر پروسې اعتراض نه دی کړی، خو د دې پروسې ورو کېدو غوښتنه کوي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې افغانستان باید د نړۍوالې ټولنې هیلو ته ځواب ووایي ، خو دغه هېواد هم له نړۍوالې ټولنې جلا نه کړل شي.
د افغانستان ابدالیانو کرکټ لوبډلې (الف لوبډلې) په درې ورځنۍ لوبه کې د انګلېستان الف لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د انګلستان او افغانستان الف لوبډلو ترمنځ د کرکټ درې ورځنۍ لوبه په متحده عربي اماراتو کې روانه ده او افغانستان ته د ګټلو لپاره ۱۰۵ منډې پکار دي.
زلزله ځپلو سره د قطر د مرستو دویمه الوتکه هم هرات ولایت ته ورسېده او د افغانستان سرې میاشتې ته وسپارل شوه.
پښتون ژغورنې غورځنګ ویلي چې پاکستانیو پولیسو ددې ډلې د مشر منظور پښتین د موټرو پر کاروان ډزې کړې او بیا یې نیولی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP