ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان او انګلینډ کرکټ الف لوبډلو ترمنځ درې ورځنۍ لوبه؛ کومه یوه مخکې ده؟

د افغانستان او انګلینډ کرکټ الف لوبډلو ترمنځ درې ورځنۍ لوبه؛ کومه یوه مخکې ده؟

author avatar
5 Dec 2023 - 01:30
د افغانستان او انګلینډ کرکټ الف لوبډلو ترمنځ درې ورځنۍ لوبه؛ کومه یوه مخکې ده؟
author avatar
5 Dec 2023 - 01:30

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۲): د انګلیستان او افغانستان الف لوبډلو ترمنځ د کرکټ درې ورځنۍ لوبه په متحده عربي اماراتو کې روانه ده او افغانستان ته د ګټلو لپاره ۱۰۵ منډې په کار دي.

دا لوبه چې د لېندۍ په ۱۲مه پیل شوې، د انګلیستان الف لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه او ټوله لوبډله یې په ۱۳۷ منډو وسوځېده.

د افغانستان له لوري ضیاءالرحمن اکبر څلور لوبغاړي،  ظاهرخان او شرف‌الدین اشرف دوه – دوه او نجات مسعود یوه ویکټه ترلاسه کړه.

د افغانستان الف لوبډلې چې ورته افغان ابدالیان لوبډله هم ویل کېږي، په لومړي اننګز کې ۱۷۴ منډې جوړې کړې او له انګلیستانه ۳۷ منډې مخکې شوه.

د افغانستان له لوري لوبډلمشر اکرام علي‌خېل ۵۷ منډې جوړې کړې.

د انګلیستان الف لوبډلې په دویم اننګر کې ۱۸۶ منډې جوړې کړې، د افغانستان له لوری ضیاءالرحمن اکبر بیا ښکلې توپ‌اچونه وکړه او د انګلیستان شپږ لوبغاړي یې وسوځول؛ سلیم ساپي هم درې ویکټې ترلاسه کړې.

دغه راز انګلیستان د لومړۍ پاڼې له تاوان وروسته یې افغانستان ته د ۱۵۰ منډو هدف ورکړ.

د دویمې ورځې تر پایه پورې افغان ابدالیانو په دویم اننګز کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو ۴۲ منډې جوړې کړې وې، سبا په درېیمه ورځ افغانستان ته د ګټلو لپاره ۱۰۸ منډې په کار دي.

[/restrict]

Views: 469

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.