د اسلامي امارت د ریاستالوزراء مرستیال مولوي عبدالکبیر، پخوانیو ولسمشرانو محمداشرف غني، حامد کرزي ، اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله او زلمي خلیلزاد پاکستان پر وړاندې د افغانستان بریا مبارکي ورکړې ده.
د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو کې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان تر تاریخي بریا وروسته یو شمېر لوبغاړو څرګندونې کړې دي.
د پاکستان دولتي هوایي شرکت «پيایاې» د اقتصادي ستونزو له امله د سقوط په درشل کې دی او پرون یې لسګونه الوتنې لغوه شوې دي.
د پژواک بنسټ له لوري د هېواد وتلي سیاسي، فرهنګي او ادبي شخصیت عبدالرحمن پژواک د «ملي افکارو او ټولنیزو ارمانونو» په اړه علمي سیمینار جوړ شو.
د کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې هندوستان نیوزیلینډ ته په ماتې ورکولو سره پر له پسې پنځه بریاوې خپلې کړې.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر نواز شریف له څلور کاله تبعید وروسته، د یوه جوړ جاړي له مخې بې خپل هېواد ته ستون شو.
د مصر د رفح بندر له لارې د فلسطین غزې ښار ته د مرستو لومړۍ جوپه رسیدلې، بلخوا دغزې جګړې خلاصولو په موخه په مصر کې نړۍواله غونډه پیل شوې ده.
عمان د کرکټ په څلورمه شل اووریزه لوبه کې هم افغانستان ته ماتې ورکړه او په روانه لړۍ کې څلور پر صفر مخکې ده.
عمان د کرکټ په دریېمه شل اووریزه لوبه کې هم افغانستان ته په ماتې ورکولو سره د پنځو لوبو لړۍ یې درې پر صفر وګټله.
دیوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو لړ کې اسټرالیا پاکستان ته ستره ماتې ورکړه.
د کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې نیوزیلینډ افغانستان ته په داسې حال کې ستره ماتې ورکړه، چې په تېره لوبه کې افغانستان نړۍوال دفاعي اتل انګلستان ته ماتې ورکړې وه او هیله کېده چې له نیوزیلینډ سره به هم ښه لوبه وکړي.
عمان د کرکټ په دویمه شل اووریزه لوبه کې هم د افغانستان الف لوبډلې ته ماتې ورکړه او د پنځو لوبو لړۍ کې دوه پر صفر مخکې ده.