ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مرستو لومړۍ جوپه غزې ته ورسېده

د مرستو لومړۍ جوپه غزې ته ورسېده

author avatar
22 Oct 2023 - 03:02
د مرستو لومړۍ جوپه غزې ته ورسېده
author avatar
22 Oct 2023 - 03:02

ټلانټا (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۲): د مصر د رفح بندر له لارې د فلسطین غزې ښار ته د مرستو لومړۍ جوپه ورسېده، بلخوا د غزې جګړې درولو په موخه په مصر کې نړۍواله غونډه پیل شوې ده.

د امریکا غږ خبر له مخې، له بشري مرستو بار د مصر سرې میاشتې ۲۰ موټریز کاروان د شنبې ورځ (د تلې ۲۹مه) د رفح له لارې چې د مصر تر کنټرول لاندې دی، د غزې کلابندې شوې تړانګې ته داخل شوی دی.

بلخوا د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش، د مصر په پلازمېنه قاهره کې د سولې په غونډه کې وویل، په بشري مرستو بار دغه لارۍ باید ژر تر ژره پر خلکو ووېشل شي.

ګوټریش د مصر له چارواکو هم مننه وکړه چې د دغو مرستو د لېږد لپاره یې د اسانتیاوو په برابرولو کې خپل مسوولیت ترسره کړ.

خو هغه زیاته کړه:«د غزې خلک لویو ژمنو او مرستو رسولو ته اړتیا لري؛ له همدې امله موږ په دوامداره توګه هڅه کوو څو ټولې ښکېلې خواوې د دغه کار جوګه شي.»

له بشري مرستو بار لسګونه لارۍ له څو ورځو راهیسې د رفح په بندر کې د پولې پرانیستل کېدو لپاره ولاړې وې څو د غزې تړانګې له دوه میلیون ډېرو خلکو ته مرستې ورسوي.

د امریکا متحده ایالتونو بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «نن سهار د بشري مرستو یو کاروان د رفح له پولې غزې ته د مخ پر زیاتېدونکي بشري ناورین مخنیوي لپاره ورسید؛ موږ د دغو بشري مرستو خوندي لېږد له امله د مصر، اسرائیل او ملګرو ملتونو له هڅو مننه کوو.»

بلخوا د مصر پلازمېنې قاهره کې د اسرائيلو او غزې د جګړې پای ته رسولو لپاره يوه ستره نړۍاله غونډه جوړه شوې خو په دې څو اړخيزه غونډه کې د اسرائیل او ایران په ګډون ځیني هېوادونه غیرحاضر وو خو د یو شمېر اروپايي هېوادونو په ګډون د عربي او اسلامي هېوادونو استازو په کې پراخ ګډون درلود.

د بي‌بي‌سي د خبر له مخې، دغه غونډه چې د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي په بلنه جوړه شوې وه، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش هم په کې وينا وکړه.

له عربي – اسلامي هېوادونو څخه د سعودي د بهرنیو چارو وزیر فیصل فرحان، د بحرین پاچا حمد بن عیسی ال خلیفه، د اردن پاچا عبدالله دویم، د قطر امیر تمیم بن حمد ال ثاني، د عراق لومړی وزیر محمد سوداني، د متحده عربي اماراتو ولسمشر محمد بن زاید ال نهیان. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان، د عمان سلطان هیثم بن طارق، د کویت ولیعهد، د مراکش د بهرنیو چارو وزیر ناصر بوریطه او د لیبیا د ولسمشر شورا مشر او همدارنګه د عرب لیګ سرمنشي احمد ابو غیط په کې ګډون درلود.

دغه راز د اروپايي ټولنې هېوادونو چارواکو هم په غونډه کې د پام وړ حضور درلود؛ د ایټالیا، اسپانیا او یونان لومړيو وزیرانو، د بریتانیا، جرمني، فرانسې او ناروې بهرنیو چارو وزیرانو، د اروپايي شورا رییس چارليس مېشل او د اروپايي ټولنې د بهرنۍ او امنيتي پاليسۍ مشر جوزېپ بوریل هم په غونډه کې ګډون کړی و.

د جنوبي افريقا او قبرس د ولسمشرانو ترڅنګ د منځني ختيځ لپاره د چين ځانګړی استازی جای جون، د جاپان بهرنيو چارو وزير، د روسيې بهرنيو چارو مرستيال وزير ميخايل بوګدانوف، د کاناډا بهرنيو چارو وزيرې ميلاني جوی او د برازيل بهرنيو چارو وزير مايورو ويرا هم په دې غونډه کې برخه لرله.

د مصر قاهره کې د دې سرمشریزې موخه د اسرائيلو او غزې د کړکېچ په اړه یوه ګډ دریځ ته رسېدل بلل شوي. د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي په خپله پرانیستونکې وینا کې وویل، د غونډې د رابللو موخه «په يوې لار نقشې هوکړه او په غزه کې بشري ناورین پای ته رسول او د سولې پر لور د یوې لارې پیدا کول» دي.

په دې غونډه کې د عربي هېوادونو استازو د غزې د کلابندۍ، هوايي بريدونو او په زور د خلکو بېځايه کېدل غندلي دي.

د اردن پاچا عبدالله د غزې د خلکو بېځايه کول که هغه په کور دننه يا بهر وي، «جنګي جنايت» وباله.

د فلسطین ادارې مشر محمود عباس وویل: «موږ هيڅ ځای ته نه ځو، موږ په خپله خاوره کې اوسو.» نوموړي زیاته کړه: «موږ به بېځایه کېدل ونه منو، هر څنګه ګواښونه چې وي، موږ به پر خپله خاوره پاتې شو.»

خو دا غونډه پرته له کومې هوکړې پای ته ورسېده.

دا جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې شاوخوا دوه اونۍ مخکې (د تلې ۱۵مه) د فلسطین حماس ډلې پر اسرائیل د ځمکې، فضا او بحر له لارو د «اقصی طوفان» په نوم بریدونه پیل کړل.

د ترکیې انادولو اژانس په غزه کې د روغتیایي مسوولینو په حواله خبر ورکړی چې تر اوسه د اسرائیل هوایي بریدونو کې شاوخوا ۴۳۰۰ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او تر ۱۲ زره ډېر نور ټپیان شوي دي.

دغه راز په دې جګړه کې ۱۴۰۰ اسراییلیان هم وژل شوي او زرګونه نور ژوبل شوي دي.

Visits: 37

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.