کابل (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۴): هر سهار وختي د خرو د پښو ترپهار، د لاسي کراچیو او د اوبو د لوښو غږ د کلي چوپتیا
د افغانستان د ملي پراختیا شرکت له لوري د ننګرهار په تورخم ښارګوټي کې له پاکستانه راستنو شوو افغان کورنیو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه اداري کمپلېکس جوړ او تېره ورځ پرانیستل شو.
د قرهقل خولیو صنعت، د افغاني کلتور یوه ښکاره بېلګه ده خو اوس یې استفاده تر پخوا کمه شوې، ډېرو کسانو دغه کاروبار پرېیښی او هغوی چې لا هم په دې برخه کې کار کوي، هیله لري چې ملاتړ یې وشي.
د میدانوردګو د چک ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي وایي، د چک بند په اوبو د خلکو ستونزې هوارېږي خو اړتیا ده چې د بند ځینې برخې پاکې شي. بلخوا مسوولین راتلونکو څو میاشتو کې د دغه بند له برېښنا د ګټې اخیستنې خبره کوي.
د غزني په ناوې ولسوالۍ د ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت یو روغتیایي مرکز او د یتیمانو لپاره ۲۳ کورونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.