Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تورخم کې له پاکستانه راستنو شوو کډوالو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه اداري کمپلېکس جوړ شو

ننګرهار (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۴): د افغانستان د ملي پراختیا شرکت له لوري د ننګرهار په تورخم ښارګوټي کې له پاکستانه راستنو شوو افغان کورنیو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه اداري کمپلېکس جوړ او تېره ورځ پرانیستل شو.

دغه اداري کمپلېکس چې پر څه‌باندې یونیم جریب ځمکه د ۱۵ ورځو په موده کې د  افغانستان د ملي پراختیا شرکت له لوري جوړ شوی ۴۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

د ملي پراختیا شرکت اجراییه رییس عبدالرحمن عطاش چې پرون یې د یاد کمپلېکس د پرانیستې په مراسمو کې خبرې کولې وویل، دغه ودانۍ یې په بې‌سارې چټکۍ او لوړ کیفیت سره جوړه کړې څو له پاکستانه تازه راستنو شوو کورنیو ته اداري او ټولنیز خدمات وړاندې کړي.

هغه وویل: «ما ۱۸ ورځې هدف ورکړی و چې باید دا خلاص شي، خو الحمدالله د ملي پراختیا شرکت کارکوونکو وکولی شول چې په ۱۵ ورځو کې یې چارې بشپړې کړي، هغه برنامې چې د راستانه شویو کډوالو او د نور مجاهد ولس  لپاره یې ملي پراختیا شرکت په پام کې لري، هغه غټې برنامي دي چې پېل به یې د راستانه شویو کډوالو لپاره له دې ځایه کېږي.»

ورته مهال، د اسلامي‌امارت د ویاند مرستیال مولوي حمدالله فطرت وویل، دا مهال د تورخم ښارګوټي عمري پنډغالي کې ۱۲ کمیټې په کار بوختي دي، خو د اداري کمپلېکس جوړېدل به یې په کارونو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

فطرت وویل، د راستنو شوو افغان کورنیو لپاره په ۳۱ ولایتونو کې ۵۸ دایمي ښارګوټي پلان شوي چې دا مهال په ۲۵ ولایتونو کې د ۳۵ ښارګوټو طرحې هم بشپړې شوې دي او د مسوولینو له لوري یې د ځمکو د نومرو د وېش پروسه پېل شوې ده.

هغه زیاته کړه: «په دایمي توګه د دوی د میشتېدنې په موخه هم د اسلامي امارت له لوري په ۳۱ ولایتونو کې ۵۸ ښارګوټو جوړولو پلان شته چې اوسمهال په ۲۵ ولایتونو کې د ۳۵ په شمېر ښارګوټو طرحې نهایي شوې او د مسوولینو له لوري یې وېشل پېل شوي او د ځینو روانې دي، د کور او ښار جوړونې وزارت د ماسټر پلان له مخې دغو راستانه شوو افغان کډوالو ته کورونه جوړېږي، دوی به په‌کې دایمي اوسیږي او لازمې اسانتیاوې به ورته برابریږي.»

دغه‌راز، د امارتي شرکتونو رییس احمدجان بلال وویل، په چټکۍ سره د دغه اداري کمپلېکس جوړېدل دا څرګندوي چې افغان انجنیران د بېړنیو پېښو پرمهال د دې وړتیا لري چې په ښه ډول د هېوادوالو چوپړ وکړي.

نوموړي وویل: «موږ تقریباً په دې تېرو درېیو اونیو کې د اتو پروژو پرانیسته کړې چې یوازې پراختیايي پروژې دي چې د هېواد پر ځان بساینې لپاره دي، همدارنګه سږ کال به ان شا‌ءالله لویې لویې پروژې د امارتي شرکتونو په چوکاټ کې او په عموم کې د اسلامي امارت په کچه پلي کېږي چې له دې سره به د هېوادوالو ژوند ښه کېږي، اسانتیاوي به رامنځته کېږي او خلکو ته به کاري زمینه برابرېږي»

همدارنګه د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین‌محمد حنیف د ګاونډیو هېوادونو له لوري له افغان کډوالو سره زورزیاتی د اسلامي، انساني او نړۍوالو اصولو خلاف عمل وباله.

هغه زیاته کړه، له افغان کډوالو سره په لومړیو کې د ګاونډیو هېوادونو چلند ښه و خو په دي ورستیو کې یې د خپلو سیاسي موخو له امله په ډېر بد وضعیت را وایستل.

هغه وویل: «دا کال دوهم ځل دی چې د افغان کډوالو ایستل په ډېر بې‌رحمه بڼه پېل شوي، یقناً د افغان کډوال په زور ایستل د اسلامي، انساني او نړۍوالو اصولو خلاف عمل دی، خو اسلامي امارت خپلو راستانه شوو افغان کډوالو ته غېږ خلاصه کړي او هر کلی ورته وایي، موږ تمه لرو چې ټول افغان کډوال خپل هېواد ته راشي څو له دوی څخه د سیاسي موخو لپاره ګټه وانه خیستل شي.»

د یادونې ده چې یاد اداري کمپلېکس به د هغو زرګونو راستانه شوو افغان کورنیو لپاره د خدماتو مرکز وي چې له پاکستانه د را ستنېدو پرمهال عمري پنډغالي کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.