Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د لوګر ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې د ۳۶ میلیون افغانیو په لګښت د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې.
د لوګر عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار کې د ډاکټرانو اته شخصي کتنځایونه (معاینهخانې) د غیرقانوني فعالیت له امله تړل شوي دي.
د لوګر پوهنې ریاست وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم او شپږو ولسوالیو کې ۹۰ ښوونځي ودانۍ نه لري او زدهکوونکي یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د لوګر پوهنې ریاست وایي چې په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې شاوخوا دوهنیم زره کسانو ته د سواد زدهکړې زمینه برابره شوه.
د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي چې د محمدمنصور څاروان په نوم یو افغان له جرمني پر موټرسایکل دغه ولایت ته راغلی دی.
د لوګر امنیه قومانداني وايي چې په تېر یو کال کې د دغه ولایت په مربوطاتو کې ۱۸۰ ترافیکي پېښې شوې چې له امله یې ۵۰ کسان مړه او شاوخوا سل نور ټپیان شوي دي.
د لوګر کرنې ریاست وایي چې په مرکز پلعلم او برهکيبرک ولسوالۍ کې د ۱۴ کرنیزو کانالونو د پاکولو چارې پیل شوې.
د لوګر د بدني روزنې او سپورټ ادارې مسؤولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د ۳۲ غوره لوبډلو ترمنځ د پسرلي جام په نوم والیبال سیالۍ ترسره شوې.
د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د هاوان یوې سرګلولې چاودنې له امله یو تنکی ځوان وژل شوی دی.
د لوګر مرکز پلعلم ښاروال وایي چې په تېر یو کال کې یې د شاوخوا ۳۰ میلیون افغانیو په لګښت پنځه رغنیزې پروژې بشپړې کړې او ګټې اخیستنې ته سپارلې دي.
د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د څرخ ولسوالۍ له روغتونه یو نوی زېږېدلی ماشوم غلا شوی و چې بېرته وموندل شو.
د لوګر امنیتي مسوولین وايي چې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې لسګونه میله وسلې او مهمات کشف او ترلاسه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP