Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
په کابل کې د ایران سفیر د اوبو او برېښنا وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې هوډ لري څو د اوبو او برېښنا پرمختیایي پروژو پلې کېدو برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې له یوې مؤسسې سره د څه باندې ۲.۳ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د ګډې همکارۍ درې هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
د ملي دفاع وزارت د کابل ښار لسمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې د یو شمېر وسلو او مهماتو د کشف او ترلاسه کولو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په تړاو یې یو شکمن کس هم نیول شوی دی.
د انګلیستان د کرکټ بورډ رییس د اتلانو جام (چمپینز ټرافي) کې له افغانستان سره د لوبې لغوه کولو غوښتنې رد کړې دي.
د ایران د پلازمېنې تهران لویې څارنوالۍ ویلي چې په تهران کې نږدې درې زره او ۷۰۰ زیانمن ماشومان پېژندل شوي چې ۸۲ سلنه یې د نورو هېوادونو دي.
د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس وایي چې د ترکيې په پلازمېنه انقره کې د افغانستان سفارت د معمول په څېر خپل فعاليت ته دوام ورکوي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ترکیې د ترانسپورټ وزارت ویلي، د دغه هېواد د بشردوستانه مرستو یوویشتمه جوپه چې تر اووه سوه ټنه ډېر خوراکي او غیرخوراکي توکي پکې شامل دي، افغانستان ته واستول شوه.
د افغانستان د عدلیې وزارت وايي، د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون په تېره یوه میاشت کې په شپږو ولایتونو کې څه باندې ۲۰ زره جریب غصب شوې ځمکه راګرځولې ده.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې سرپرست د ماینپاکۍ د داخلي او بهرنیو موسسو له مسوولینو سره په لیدنه کې ویلي چې اوسمهال په هېواد کې امنیت تامین شوی او باید ټولې ځمکې له ماینونو پاکې شي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د قطر هېواد د طبي مرستو یو بسته کابل ته راورسېده.
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت سرپرست نور جلال جلالي «د میکروب ضد درملو پر وړاندې مقاومت» تر عنوان لاندې ناسته کې د ګډون لپاره د سعودي عربستان جدې ښار ته ولاړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP