Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل ښار کې یو شمېر وسلې او مهمات کشف او ترلاسه شوي

کابل (پژواک، ۱۹ سلواغه ۱۴۰۳): د ملي دفاع وزارت د کابل ښار لسمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې د یو شمېر وسلو او مهماتو د کشف او ترلاسه کولو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په تړاو یې یو شکمن کس هم نیول شوی دی.

دغه وزارت نن (جمعه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ۳۱۳ مرکزي قول‌اردو د کشف او استخباراتو منسوبینو د اوپراتیفي راپورونو پر بنسټ د کابل ښار لسمې امنیتي حوزې اړوند د قلعه فتح‌الله سیمې په ۷م سړک یوه اندازه وسلې او مهمات کشف او ترلاسه کړي دي.

سرچينې ویلي چې په ترلاسه شوو وسلو او مهماتو کې شپږ کلاشينکوفونه، ١٨ شاجورونه، ٥٤٣ مرمۍ، درې تومانچې او دوه زره واسکټونه شامل دي.

سرچينې زیاته کړې چې د نيول شوو وسلو او مهماتو په تړاو يو شکمن کس نيول شوى چې وروسته به اړوند ارګانونو ته وسپارل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.