Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د بغلان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.
بغلان د دهنهغوري، دوشي، او بورکې ولسوالیو په یو شمېر کلیو کې لا هم زرګونه کورنۍ د څښاک لپاره پاکو اوبو ته بشپړ لاسرسی نه لري او غوښتنه کوي چې حکومت یې باید دې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي.
د بغلان امنیه قومانداني وايي، پلخمري ښار کې یې د امنیت ټینګښت په موخه پر واټونو سلګونه امنیتي کامرې لګولې دي.
د بغلان د جلګې ولسوالۍ د ۳۰ بستریز روغتون چې له جوړېدو یې اته کاله تېریږي، لا هم نه دی فعال شوی او د دې ولسوالۍ اوسېدونکي له اسلامي امارته د یاد روغتون د فعالولو غوښتنه کوي.
بغلان کې د کونځلو او زغر غوړیو یو شمېر تولیدوونکي وایي، سږ کال په دغه ولایت کې د زغر او کونځلو حاصلات ډېر وو چې ورسره د دوی د تولیداتو بازار هم ښه شوی دی.
بغلان کې نن د یوه خیریه بنسټ له لوري د ۶۲ جوړو د ډلهییز واده مراسم ترسره شول.
د بغلان په خنجان ولسوالۍ کې د ځایي اوسېدونکو له لوري د درېنیم میلیون افغانیو په لګښت یو پل او پنځه کیلومتره سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
د بغلان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په خنجان ولسوالۍ کې یوه ځوان خپله مور وژلې ده.
د بغلان د بورکې ولسوالۍ فلول کلي ۵۵ سېلابځپلو کورنیو ته د یو شمېر سوداګرو په شخصي لګښت نوي کورونه جوړ او ور وسپارل شول .
د بغلان د امنیه قومانداني مسوولین وایي، وړمه شپه د نهرین ولسوالۍ په یوه خانقا کې پر عبادتکوونکو د برید په تور یې پنځه کسان نیولي دي.
مسوولین وایي، د لغمان په مرکز او قرغیو ولسوالۍ کې او د بغلان په دوشي او دهنهغوري ولسوالیو کې د یو شمېر پروژو چارې پیل شوې چې شاوخوا ۱۸ میلیونه افغانۍ لګښت به ورباندې وشي.
د بغلان امنیه قومانداني وایي، له تېرو څو ورځو راهیسې یې دغه ولایت کې د بېلابېلو کشفي عملیاتو پر مهال یو شمېر وسلې، مرمۍ او چاودېدونکي توکي نیولي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP