پلخمري (پژواک، ۲۱ کب ۱۴۰۳): د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې یو شمېر حلبيسازان وایي، د پخوا په پرتله یې کاروبار ښه شوی خو هېواد ته دې د هغو توکو پر وارداتو بندیز ولګول شي چې دوی یې تولیدوي.
د بغلان د مرکز پلخمري ښار لسګونه ټټاران چې اوسمهال په یوه ځانګړي مارکېټ کې بېلابېل ډوله فلزي وسایل جوړوي، له خپل کاره خوشحاله دي.
هغوی وايي چې سطلونه، بخارۍ، پایپونه، چایجوشوې، ناوې، د اوبو ذخیرې او نور وسایل جوړوي او تر ډېره یې په ولایتي کچه د خلکو اړتیا پوره کړې خو غوښتنه کوي چې له بهره دې د ورته توکو پر واردولو بندیز ولګول شي.
همدغه مارکېټ کې شلکلن حلبيساز عبدالجلیل وایي، کاروبار یې ښه دی او که په ورته پلاستيکي توکو یا د ترکي بخاریو پر وارداتو بندیزو ولګېږي، په ټول هېواد کې به د حلبيسازۍ صنعت وده وکړي.
هغه وویل: «د حلبيسازۍ کار یو څه ښه دی، خو د خلکو اقتصادي وضعیت ښه نهدی، که د خلکو اقتصادي وضعیت ښه شي، زموږ کار نور هم ښه کېږي؛ ځکه موږ په کمه بیه ښه کیفیت کې فلزي توکي جوړو، خو یو تعداد خلک دي چې په لوړه بیه وارداتي توکي، لکه ترکي بخارۍ اخلي چې چندان کیفیت هم نهلري، که د وارداتي توکو، لکه ترکي بخارۍ او نورو مخه ونیول شي، د حلبيسازۍ بازار له دې نور هم ښه کېږي.»
د عبدالستار په نوم یو بل حلبيساز هم چې له خپل کار خوشاله دی، وايي: «ښهوالی دا دی چې مواد ارزانه شوي، تېر کال مو یو بیرل، په ۱۱۰۰ افغانۍ اخیسته، سږ کال یې بیه ۷۰۰ افغانیو ته راښکته شوې، د هغو توکو بیې راغورځېدلې چې مونږ ترې بخارۍ او نور وسایل جوړول او په ارزانه یې خرڅوو، که د ترکي بخاریو د واردولو مخه ونیول شي، کار مو له دې نورهم ښه کېږي.»
بل حلبيسازعبدالحمید وایي کار یې ښه دی مشتریان یې هم ډېر دي خو په ځینو برخو کې ستونزې شته که مخه یې ونیول شي کار یې له دې نورهم ښه کېږي.
ورته مهال، بغلان کې د هټۍوالو او کسبګرو د اتحادیې رییس شېرمحمد ایوبي پژواک خبري اژانس ته وویل، له حلبيسازانو د ملاتړ په موخه یې څو ځله له مسولینو سره په ناستو کې د ورته وارداتي توکو د مخنیوي غوښتنې کړې او ژمنې هم ورسره شوې، خو تر اوسه نه دي عملي شوې.
همدارنګه د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست رییس قاري محمدنعیم همکار پژواک خبري اژانس ته وویل، د حلبيسازانو غوښتنې پر ځای دي او هڅه کوي خامو موادو ته د دوی لاسرسی نور هم اسانه کړي.
هغه وویل: «صنعتکارانو ته مو ځانګړی ځای ورکړی، خامو موادو ته یې لاسرسی اسانه کړی چې دوی ورنه خوښ دي، نورې اسانتیاوې به هم رامنځته کړو، ځینې موارد لکه د وارداتي توکو مخنیوی چې وزارت پورې اړه لري، باید وزارت یې مخنیوی وکړي نورو ستونزو ته یې موږ رسېدنه کړې، له صنعتکارانو سره ګورو ستونزې یې اورو او حللارې ورته لټوو.»
د یادونې ده، له دې مخکې هم په یو شمېر نورو ولایتونو کې صنعتکارانو هېواد ته د ورته توکو په واردولو د بندیز غوښتنې کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP