Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
په جوزجان کې یو شمېر زدهکوونکي داسې مهال د درسي کتابونو له کمښته شکایت کوي چې پوهنې ریاست دغه ولایت ته د زرګونه ټوکه کتابونو له رسېدو خبر ورکوي او وايي، په وېشلو سره به یې دغه ستونزه حل شي.
د جوزجان امنیه قومانداني وایي، ناپېژاندو وسلهوالو د دغه ولایت په مرکز شبرغان ښار کې یو ۵۰ کلن سړی په ډزو وژلی دی.
د جوزجان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت د اقچې ولسوالۍ د حج او اوقافو مدیر په مرموز ډول وژل شوی دی.
ځینې جوزجانۍ مېرمنې چې په دغه ولایت کې د سواد زدهکړې ټولګیو کې درس وايي، له اسلامي امارته غوښتنه کوي چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته ښوونځيو ته د تګ اجازه ورکړي.
د جوزجان امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز شبرغان ښار کې یې یو کس د خپلې مور د وژلو په تور نیولی دی.
د جوزجان سیمهییز مسوولین وایي، نن سهار د جوزجان ـ بلخ پر لویهلاره په حد بخشي سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او درې نور ټپیان دي.
د جوزجان ځايي مسوولین وايي، په دغه ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله څلور کسان مړه او درې نور ټپيان شوي دي.
د جوزجان ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق/ یونیسف د دغه ولایت له عامې روغتیا ریاست سره د ۷،۵ میلیون افغانیو په ارزښت د درملو مرسته کړې ده.
یو شمېر رضاکارو ځوانانو د جوزجان ولایت اقچې ولسوالۍ په قشقهاباد کلي کې د ماشومانو لپاره د وړیا زدهکړو مرکز جوړ کړی چې د ۲۰۰ زدهکوونکو ظرفیت لري.
د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې یوه کس د خپل زوی قاتل ته – چې د محکمې له خوا د اعدام حکم پرې صادر شوی و- بښنه وکړه او ويې ویل: «د زوی له لاسه ورکولو درد ما تجربه کړې، ومې نه غوښتل چې دغه درد زموږ مقابله کورنۍ هم تجربه کړي.»
د جوزجان امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت امنیتي ځواکونو یو کس له کلاشینکوف او یوه اندازه مهماتو سره نیولی دی.
ځایي مسوولین وایي، په جوزجان ولایت کې د وروستیو واورو او سړې هوا له امله ۱۸ کسان مړه او زرګونه څاروي تلف شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP