ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جوزجان ځینې اوسېدونکې د نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه کوي

د جوزجان ځینې اوسېدونکې د نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه کوي

author avatar
6 Mar 2023 - 19:11
د جوزجان ځینې اوسېدونکې د نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه کوي
author avatar
6 Mar 2023 - 19:11

شبرغان (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۱): ځینې جوزجانۍ مېرمنې چې په دغه ولایت کې د سواد زده‌کړې ټولګیو کې درس وايي، له اسلامي امارته غوښتنه کوي چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته ښوونځيو ته د تګ اجازه ورکړي.

په جوزجان کې د ښځو او نارینه‌وو لپاره د سواد زده‌کړې ۱۰۰ ټولګي جوړ شوي او دغه ښځې هم په دغو ټولګیو کې پر زده‌کړو بوختې دي.

د ملګرو ملتونو د علمي او فرهنګي سازمان (یونیسکو) د یوه راپور له مخې، په افغانستان کې له ۱۵ کلنۍ پورته د نالوستو وګړو شمېر ۱۲ میلیونو ته رسېږي چې ۷.۲ میلیون یې ښځې او ۴.۸ میلیون یې نارینه دي.

په یاد راپور کې راغلي چې په ۱۴۰۰ کال کې په هېواد کې د لوستو کسانو شمېر له ۳۴ څخه ۴۳ سلنې ته لوړ شوی دی.

په جوزجان کې د سواد زدهکړې لسګونو ټولګیو جوړېدل

د جوزجان ولايت د پوهنې رييس مولوي محمدطاهر جواد پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې وروستيو کې په اقچې، فيض‌اباد، مراديان، قرقين او خماب ولسواليو کې د سواد زده‌کړې ١٠٠ ټولګي جوړ شوي دي.

 د نوموړي د معلوماتو له مخې، د سواد زده‌کړې په دغو ۱۰۰ ټولګیو کې له ۱۵۰۰ ډېر نالوستي نارینه او ښځې -چې عمرونه یې له ۱۵ تر ۵۰ کلونو دي- زده‌کړې کوي.

هغه وویل، د دغو ۱۰۰ ټولګیو له ډلې، ۵۲ یې ښځینه‌وو ته او ۴۸ یې د نارینه‌وو لپاره ځانګړي شوي چې په هر ټولګي کې ۱۵ کسان زده‌کړې کوي.

نوموړی وایي: «موږ هڅه کوو چې د ټولنې ټول وګړي د لیک او لوست له نعمته برخمن شي او په نورو فرصتونو کې په پام کې لرو چې د جوزجان په پنځو نورو ولسوالیو کې هم د سواد زده‌کړې ټولګي جوړ کړو.

په دغو کورسونو کې شاملې ښځې: د نجونو پر مخ دې د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي

د جوزجان د اقچې ولسوالۍ اوسېدونکې ۴۱ کلنه شکیبا چې په یادو نوو جوړ شوو ټولګیو کې زده‌کړې کوي، پژواک ته وویل، د دغه ټولګیو په جوړېدو سره خپلې هغې پخوانۍ هیلې ته ورسېده چې غوښتل یې لوستې شي.

هغه وايي: «په ماشومتوب کې ښوونځي ته تللې وم، تر دریېم ټولګي مې درس ویلی، خو د اقتصادي ستونزو له امله مې ونشو کولای چې زده‌کړو ته دوام ورکړم.»

نوموړې سواد لرل نارینه او ښځو لپاره اړین ګڼي او وايي: «یوه اونۍ کېږي چې دغه کورس ته راغلې یم، هیله لرم چې با سواده شم او لیک لوست زده کړم او هر چیرې چې لاړ شم یوه لوحه ولوستلی شم.»

هغې وویل، په خپله سیمه کې به نورې نالوستې ښځې هم وهڅوي چې په دغه کورسونو کې شاملې شي.

شکیبا د دوو لوڼو او درېیو زامنو مور ده، لوڼې یې د ښوونځیو تړل کېدو له امله په کور ناستې دي او غالۍ اوبدي.

هغې زیاته کړه: «دا چې دولت نجونو ته اجازه نه ورکوي چې ښوونځيو ته لاړې شي دا ما ځوروي چې لوڼې مې زما په څېر نالوستې پاتې نه شي؛ له دولته زما غوښتنه دا ده چې ښوونځي پيل کړي.»

په ورته وخت کې، اتلس کلنه ظریفه چې د ځینو ستونزو له امله یې ونشو کړای ښوونځي ته لاړه شي او د سواد له نعمته محرومه ده، اوس د سواد زده‌کړې په یاد کورس کې پر زده‌کړو بوخته ده.

هغه چې په خپل کلي کې د سواد زده‌کړو د ټولګیو له جوړېدو خوښه ده او دا یو نیک ګام بولي، وایي: «کله چې مې واورېدل په کلي کې مو د سواد زده‌کړې کورس جوړ شوی او نجونې او ښځې هم کولای شي لوستې شي، دومره خوشحاله شوم چې هیڅ حد نه لري، پلار ته مې وویل چې خامخا به ځم او ځان به د سواد زده‌کړې په کورس کې شاملوم.»

ظریفه بې‌سوادي د هر انسان لپاره لوی درد ګڼي او زیاتوي: «له خپلې بې‌سوادۍ ډېره ځورېږم، کله چې په خپلو خپلوانو کې داسې نجوني وینم چې یو ځای ته رسېدلې او لوستې دي، ډېره ځورېږم.»

هغې هیله‌مندي وښودله چې دغه ډول کورسونه دوام پیدا کړي او پراختیا ومومي، څو ټولې هغه نجوني او ښځې چې د ځینو لاملونو له کبله نالوستې پاتې دي، لیک او لوست زده کړي.

دغې نجلۍ له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو تړلي پاتې کېدل دردونکي وبلل او وویل: «خپله نجلۍ ته، کورنۍ او هېواد ته یې ډېر زیان رسېږي.»

ظریفه هم له سرپرست حکومته غواړي چې د ښوونځیو دروازې د ټولو نجونو پر مخ خلاصې شي.

په ورته وخت کې، د یاد ولایت په مرادیان ولسوالۍ کې د سواد زده‌کړې کورسونو یوه ښوونکې صدف رحیمي له پژواک سره په خبرو کې وویل: «د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ښوونځیو د دروازو بند پاتې کېدل د نجونو او ښځو پر روان بد اغېز کړی دی.»

هغې هېله‌مندي وښوده څو د ښځو او نجونو د زده‌کړو پر وړاندې د سرپرست حکومت له خوا رامنځته شوي بندیزونه لرې شي او دوی ته تعلیمي او تحصیلی موسسو ته د تګ زمینه برابره شي.

نوموړې چې ښځو او نارینه‌وو ته د جوزجان په پنځو ولسوالیو کې د سواد زده‌کړې کورسونو له پرانیستو خوشحاله ده وایي: «ښځې او نجونې باید د سواد زده‌کړې لپاره دغه رامنځته شوی فرصت له لاسه ورنکړي او هڅه دې وکړي څو له هرې ممکنه لارې ځان شامل او ځانته لاره خلاصه کړي.»

د هغې په خبره، لوستې ښځې د کور څراغ په څېر وي او په راتلونکي کې به ټولنې ته لوستي اولاد وړاندې کړي.

د یادونې ده، د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه په افغانستان کې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره، له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د نجونو تګ بند شو او د روان کال په لېندۍ میاشت کې په پوهنتونونو کې هم د نجونو د زده‌کړو دوام تر «دویم ثانی» پورې وځنډېد.

که څه هم د سرپرست حکومت چارواکو څو ځله ويلي چې د خوندي تعلیمي او تحصیلي چاپېریال په رامنځته کېدو سره به پوهنتونونو او ښوونځیو ته نجونو ته د تګ اجازه ورکړل شي خو لا تر اوسه هم معلومه نه ده چې کله به دوی خپل دغه حق ته لاسرسی ومومي.

Visits: 125

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.