ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې د کتابونو له کمښته د زده‌کوونکو شکایت؛ پوهنې ریاست: دغه ستونزه به ژر هواره شي

جوزجان کې د کتابونو له کمښته د زده‌کوونکو شکایت؛ پوهنې ریاست: دغه ستونزه به ژر هواره شي

author avatar
10 Apr 2023 - 16:36
جوزجان کې د کتابونو له کمښته د زده‌کوونکو شکایت؛ پوهنې ریاست: دغه ستونزه به ژر هواره شي
author avatar
10 Apr 2023 - 16:36

شبرغان (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۲): په جوزجان کې یو شمېر زده‌کوونکي داسې مهال د درسي کتابونو له کمښته شکایت کوي چې پوهنې ریاست دغه ولایت ته د زرګونه ټوکه کتابونو له رسېدو خبر ورکوي او وايي، په وېشلو سره به یې دغه ستونزه حل شي.

په شبرغان ښار کې د یوې لېسې زده‌کوونکي برکت‌الله د کتابونو کمښت د درس وېلو پر وړاندې لوی خنډ وباله او هیله‌مندي یې څرګنده کړه چې په ښوونځیو کې د درسي کتابونو د وېش بهیر ژر پیل شي.

هغه زیاته کړه: «خبر شو چې نوي کتابونه رارسېدلي، خوشحاله یو چې تازه مو درسونه پیل شوي او نوي کتابونه به راته وېشل کېږي او موږ به ښه درس ووایو.»

هغه زیاته کړه: «تېر کال مو کتابونه نه درلودل، له بازاره مو نه شوای اخیستلای، له دې امله مو خپل درسونه په سمه توګه ونه ویل.»

په شبرغان ښار کې د بلې لېسې زده‌کوونکي محمد د کتابونو نشتوالي له امله اړ و چې په کتابچه کې نوټ واخلي او د ده په شان نور زده‌کوونکي هم له ورته ستونزې سره مخ وو.

هغه هم هیله څرګنده کړه چې هر څومره ژر په دغه ولایت کې د کتابونو د وېش لړۍ پیل شي.

په همدې حال کې، د جوزجان د پوهنې رییس محمدطاهر جواد پژواک خبري اژانس ته وویل، تېر کلونه د دغه ولایت په ښوونځیو کې د کتابونو کمښت د زده‌کوونکو پر وړاندې لویه ستونزه وه، خو سږ کال دغه ستونزه حلیږي.

د هغه په خبره، پوهنې وزارت له لومړي تر دوولسم ټولګي نږدې ۹۰۰ زره ټوکه کتابونه ونډه جوزجان ولایت ته ورکړې چې تراوسه ۵۰۰ زره ټوکه دغه ولایت ته رسېدلي او پاتې نور به هم ولېږدول شي.

نوموړي وویل چې په یاد ولایت کې د درسي کتابونو د وېش لړۍ له پیلېدو سره به په دې برخه کې د زده‌کوونکو ستونزه حل شي.

سرچینې څرګنده کړه چې یاد کتابونه له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) له لوري د جوزجان ولایت پوهنې ریاست ته استول شوي دي.

هغه زیاته کړه: «موږ نن د مرکز شبرغان او ولسوالیو په ښوونځیو کې د درسي کتابونو د وېش بهیر پیل کړی او تر راتلونکې اوونۍ به زده‌کوونکو ته ورسېږي.»

په جوزجان کې د یوه ښوونځي معلم نقیب‌الله همدرد وویل، په تېرو لسو کلونو کې د کتابونو کمښت مسله په دغه ولایت کې پر یوې لویې ستونزې بدله شوې وه.

هغه زیاته کړه، مخکې به هر زده‌کوونکي ته دوه یا دري ټوکه کتابونه ورکول کېدل چې نور مضمونونه به یې له بازاره پېرل.

د همدرد په وینا، په ښوونځیو کې د نوو کتابونو وېش د زده‌کړو په برخه کې د زده‌کوونکو د هڅونې او  ښوونځي ته یې پر وخت د حاضرېدو لامل کرځي.

Visits: 114

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.