Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
سرچينې وايي، په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د افغان او پاکستانيو سرحدي ځواکونو ترمنځ جګړه شوې چې د پاکستانيو ځواکونو په ډزو کې درې عام کسان ټپيان شوي دي.
د پکتيا په زرمت او احمدخېلو ولسواليو کې له ۱۲۰۰ کورنيو سره د خوراکي او غيرخوراکي توکو مرسته وشوه.
د پکتيا ولايت په روحاني بابا ولسوالۍ کې د يوې شپږ کلنې نجلۍ مړی موندل شوی چې د پلار په وينا يې، په ډبرو سنګسار شوې ده.
د پکتيا يو شمېر فرهنګيان او ځوانان وايي، وروستيو اورښتونو د دغه ولایت تاريخي بالاحصار ځينې برخې د نړېدو له خطر سره مخ کړې دي او حکومت يې بايد د جوړولو لپاره ژر اقدام وکړي.
د استخباراتو رياست د پکتيا په ډنډپټان ولسوالۍ کې هغه لسګونه ميله وسلې او نشهيي توکي ترلاسه کړي چې له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدل.
د پکتيا ولايت له سېلابځپلو کورنيو سره د خوراکي او غېرخوراکي توکو د مرستو وېشلو لړۍ پيل شوه.
نامعلومو وسلهوالو د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې د دارالمعلمين يو استاد وژلى دى.
د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر سرپرست وزير وايي، د دغه وزارت کړنې به هېڅکله د نړۍوال تعامل قرباني نه شي او نه به هم په دې برخه کې نړۍوالو فشارونو ته غاړه کېږدي.
د پکتيا ځاځي اريوب ولسوالۍ د تفريحي سيمې سيلانيان وايي، د دې سيمې د پاکوالي لپاره دې اړين تدابير ونيول شي او د کثافاتو غورځولو لپاره هم باید ځایونه مشخص شي.
د پکتيا امنيه قومانداني وايي، په وزي ځډران ولسوالۍ کې يوه پلار خپل زوى وژلى دى.
د پکتيا ولايت د جانيخېلو اوسېدونکي وايي، په تېر حکومت کې په دې ولسوالۍ کې ځينې پروژې پيل شوې وې خو چارې يې نيمګړې پاتې دي چې بايد بشپړې شي.
د پکتيا حکومتي مسوولین وايي چې د ځاځي اريوب ولسوالۍ په تفريحي سيمه کې يې د سيلانيانو لپاره اړينې اسانتياوې رامنځته کړي چې ورسره دغه سیمې ته د خلکو ورتګ هم زيات شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP