ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وروستيو اورښتونو د پکتيا تاريخي بالاحصار ځينې برخې د نړېدو له خطر سره مخ کړي

وروستيو اورښتونو د پکتيا تاريخي بالاحصار ځينې برخې د نړېدو له خطر سره مخ کړي

author avatar
27 Jul 2022 - 16:20
وروستيو اورښتونو د پکتيا تاريخي بالاحصار ځينې برخې د نړېدو له خطر سره مخ کړي
author avatar
27 Jul 2022 - 16:20

ګردېز (پژواک، ٥ زمرى ١۴٠١): د پکتيا يو شمېر فرهنګيان او ځوانان وايي، وروستيو اورښتونو د دغه ولایت تاريخي بالاحصار ځينې برخې د نړېدو له خطر سره مخ کړې دي او حکومت يې بايد د جوړولو لپاره ژر اقدام وکړي.

د پکتيا يو فرهنګي محمدشريف سالک وايي: «د ګردېز تاريخي بالاحصار چې له کلونو کلونو راهيسې چا ورته پاملرنه نده کړې، ورستيو ورښتونو سخت زيان ور اړولی دی او ځينې برخې يې د نړېدو په حال کې دي.»

نوموړی وايي، له بالاحصاره د اوبو د وتلو لار نشته چې همدغه ولاړې اوبه په ديوالونو کې جذب شوې او ځينې برخې یې تخريب کړې دي.

دغه‌راز مدني فعال شاکرالله الهام پژواک ته وويل: «د ګردېز تاريخي بالاحصار د دغه ولايت لپاره لوی ارزښت لري، دولت ته  په کار دی چې ساتلو ته يې جدي پاملرنه وکړي.»

نوموړی وايي چې د یاد بالاحصار ځينې برخې پخوا هم تخريب شوې، خو اوسنيو شدیدو اورښتونو سخت زيان ور اړولی دی.

بل لور ته، د پکتيا حکومتي چارواکي هم دا مني چې ورستيو اورښتونو د ګردېز تاريخي بالاحصار سخت زیانمن کړی دی.

د ياد ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریيس خالقيار احمدزي پژواک ته وويل: «مونږ له ياد بالاحصار څخه ليدنه کړې او ځينې ساحې مو کتلې دي چې په لومړۍ او دويمه درجه کې د تخريب مخنيوي ته ضرورت لري او سم د لاسه بايد اقدام وشي.»

نوموړی وايي، نن يې دغه موضوع له اړوند وزارت سره شريکه کړې او د هغوی ځواب ته انتظار دى.

خالقيار وايي چې ياد بالاحصار ته پخوا هم پاملرنه نه ده شوې، خو وروستيو اورښتونو ډېره برخه یې زيانمنه کړې ده.

د لرغون‌پوهانو د معلوماتو له مخې، د ګردېز تاريخي بالاحصار شاوخوا ۱۰۰۰ کاله د مخه د زمبرک شاه د واکمنۍ پرمهال جوړ شوى دى.

Visits: 49

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.