د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست د چین له سفیر سره په لیدنه کې د ګډو امنیتي او اقتصادي موضوعاتو او د سیمې وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې، بریتانیا او متحده ایالتونو کې زرګونه کسانو د لاریونونو له لارې په غزه کې د اوربند غوښتنه وکړه.
په کمپنۍ کې د مېوې او سبزي یو مارکېټ چې د کابل ښاروالي له لوري یوه خصوصي شرکت ته په قرارداد ورکول شوی و، پرانیستل شو.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست په افغانستان کې د جاپان له مخکني او نوي سفیرانو سره په لیدنه کې ویلي، دغه هېواد کولی شي د افغانستان په بیارغونه کې رغنده رول ولوبوي.
د بښنې نړۍوال سازمان پر غزه د اسرائیلو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي چې دا بریدونه باید د جنګي جرمونو په توګه وارزول شي.
د ایران کورنیو چارو وزیر ویلي، هېواد کې یې له افغانانو سره ناوړه چلند د غندي وړ او ناسم دی او تهران یې نه مني.
د کډوالۍ چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنري وایي، هرات کې د زلزلهځپلو بېړنيو اړتیاوو پوره کولو لپاره ۱۴.۴ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د دغه وزارت سرپرست په یو رسمي سفر د «یو کمربند یوه لار» ناسته کې د ګډون په موخه چین ته ځي.
د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا وایي، غړو یې د دې شورا ناسته کې د هرات خونړۍ زلزلې قربانیانو ته د درناوي په پار یوه دقیقه چوپتیا غوره کړه.
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر وایي، واشنګټن د افغانستان په لوېدیځ کې د زلزلې اغېزې او څرنګوالی څېړي.
د راپورونو له مخې، د ترکیې امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د دغه هېواد په ځینو سیمو کې ۱۱۱ افغان کډوال نیولي دي.