Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د راپورونو پر بنسټ، د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د یوې چاودنې له امله پنځه کسان وژل شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند وايي، حکومتي پلاوي قزاقستان ته د خپل سفر په ترڅ کې په بېلابېلو برخو کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د همکارۍ لارې نقشه لاسلیک کړې ده.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د دغه وزارت سرپرست په کابل کې د روسیې له سفیر سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د راپورونو پر بنسټ، په اسپانیا کې د سېلابونو راتلو له امله د مړه شوو کسانو شمېر ۱۵۸ ته رسېدلی او نامعلوم شمېر کسان لا هم نادرکه دي.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان کونسلګري وايي، د پاکستان له زندانونو نهه افغانان خوشي شوي دي.
د اسلامي همکاریو سازمان وايي، د افغانستان لپاره د دغه سازمان مرستیال او ځانګړي استازي له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وايي چې د اسلامي امارت لومړنۍ موخې ترلاسه شوې او اوس له ګاوڼدیو، سیمې او نړۍ سره د اسلامي امارت اړیکې په ښه حالت کې دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې د دغه وزارت مرستیال د کرنې پرمختیا او بېوزلۍ کمولو نړۍواله ناسته کې د ګډون په موخه چین ته تللی دی.
د افغانستان له ۱۷ کلونو کمعمره فوټبال ملي لوبډلې بنګلهدېش ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۵ کال د اسیا د ملتونو جام سیالیو ته لار ومونده.
د افغانستان له ۱۷ کلونو کمعمره د فوټبال ملي لوبډلې د اسیا جام په مقدماتي سیالیو کې نن په خپله دویمه لوبه کې د ماکائو هېواد لوبډلې ته ماته ورکړه.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د برېکس په ۱۶مه ناسته کې د ګډون لپاره د روسیې کازان ته رسېدلی دی.
د چین ولسمشر د روسیې له ولسمشر سره په لیدنه کې ویلي چې دواړو هېوادونو له پېچلو نړۍوالو شرایط سره سره خپلو سوداګریزو او اقتصادي همکاریو ته په بریالۍ توګه پراختیا ورکړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP