Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د بامیان ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د ښکاري درې د ۶۵ کیلومتره سړک د بیارغونې کار پیل شو.
بامیان کې ځيني شعیه دیني عالمان وایي، د عاشورا ماتمکوونکي دې د قمهوهنې او وینو تویولو پر ځای – چې د اسلام له نظره ښه کار نه دی – روغتیایي مرکزونو ته ولاړ شي او هلته دې وینه ورکړي او د ناروغانو ژوند دې وژغوري.
د بامیان یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ستوني او غوږونو ناروغیو درملنې برخه کې د امکاناتو پر نشتوالي اندېښنه څرګندوي او وايي، د دې برخې ناروغان اړ دي چې د درملنې لپاره نورو ولایتونو ته ولاړ شي.
بامیان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ په مربوطاتو کې یوه ۱۴ کلنه نجلۍ اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوې ده.
بامیان (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳): د دیني او ټولنیزو چارو یو شمېر پوهان وايي، د ماشومانو او ان د نورو څارویو پر وړاندې د څارویو
د بامیان ولایت د مرکز اړوند د «قرغنهتو» سیمې د اوسېدونکو د څښاک پاکو اوبو ستونزې په اړه د پژواک خبري اژانس راپور له خپرېدو وروسته، ځایي سرچینې وايي چې د اوبو رسولو یوې شبکې په جوړېدو سره د دې سیمې د اوسېدونکو د څښاک اوبو ستونزه حل شوه.
د بامیان ځينو اوسېدونکو په دغه ولایت کې د څښلو پاکو اوبو کموالي په اړه په داسې حال کې اندېښنه ښودلې چې د وړاندې شوو شمېرو له مخې، د دغه ولایت له نیمایي ډېر وګړي د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
د بامیان ځايي مسوولین وايي، د بامیان – بغلان لویه لار چې د سېلابونو راوتلو له امله تړل شوې وه، له دوو اونیو ځنډ وروسته بېرته پرانیستل شوه.
بامیان کې ځايي مسوولین وايي چې دغه ولایت ته غځېدلې ځینې لارې د سېلابونو راتلو له امله په موقت ډول د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.
د بامیان ځایي مسوولین په دغه ولایت کې د ګرځندویۍ موسم په پیلېدو وایي چې د کورني او بهرني سیلانیانو امنیت ټینګښت ته لازم تدابیر نیول شوي او توریستي امکانات او خدمات ډېر شوي دي.
د بامیان ورزشي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د شلو لوبدلو ترمنځ د فوټسال پسرلني جام سیالۍ پیل شوې.
د بامیان امنیه قومانداني وايي د دغه ولایت په سیغان او کهمرد ولسوالیو کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله یو ماشوم مړ شوی او ۱۲ کسان نور ټپیان دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP