ژبه

بامیان کې دوو ترافیکي پېښو کې ۱۳ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

بامیان (پژواک، ۱۴ غویی ۱۴۰۳): د بامیان امنیه قومانداني وايي د دغه ولایت په سیغان او کهمرد ولسوالیو کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله یو ماشوم مړ شوی او ۱۲ کسان نور ټپیان دي.

د بامیان د امنیې قوماندانۍ ویاند محمدخواني رسا پژواک خبري اژانس ته وویل چې پرون د سیغان ولسوالۍ په سوخته‌چنار سیمه کې دوه فلانکوچ موټر سره لګېدلي چې په نتیجه کې یې ۱۲ کسان ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه چې دغه زار د کهمرد ولسوالۍ په دواب میخ زرین سیمه کې بیا یوه باروړونکي یو ماشوم وهلی او مړ شوی دی.

رسا وايي چې د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.