Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د فراه سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت شیخ ابونصر فراهي بندر اړوند سیمه کې، یوه زاړه ماین چاودنه کړې چې له امله یې دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې تنه نور ټپیان دي.
سېمهییز چارواکي وایي، په غزني ولایت کې د شپږ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، د دغه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې له امله درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
ځايي مسوولین وايي، د پکتیکا په شخېلاباد ولسوالۍ کې د اوبو د یوه بند او د فراه په مرکز کې د یوه سړک جوړولو چارې پیل شوې.
سیمهییز مسوولین وایي، د فراه ولایت په ګلستان او پشترود ولسوالیو کې له څه باندې ۴۷۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.
د فراه سوداګرو له ځایي مسوولینو سره د خپلو ستونزو شریکولو ترڅنګ په دغه ولایت کې د درېیو پروژو د پیلولو ژمنه وکړه.
د فراه امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د امنیتی او کشفي ځواکونو له خوا پر ۱۰۹ جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار تخریب او په تړاو یې ۸۷ کسان نیول شوي دي.
د فراه ولایتي مسولین وایې چې د دې ولایت په بکواه ولسوالۍ کې د يوه سوداګر له لوري د لس ميليونه افغانيو په لګښت له پنبه دانو څخه د غوړیو د تولید فابریکه جوړه شوه.
سیمهییز مسوولین وايي چې د بغلان په جلګې ولسوالۍ او د فراه په مرکز کې د دوو جلا شخړو په پایله کې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د فراه ولایتي مسولین وایې چې د دې ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ۳۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۱ چکډیمونو رغنیزې چارې پیل شوې.
فراه کې یو شمېر کوچیان وایي چې د وچکالیو له امله یې څاروي له لوږې سره مخ دي او که حکومت او مرستندویې ادارې مرستې ورسره ونه کړي، نو ښايي خپل ټول څاروي له لاسه ورکړي.
د فراه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وایي، د دغه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې د خوړو نړۍوالو پروګرام له لورې له څه باندې ۲۷۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP