ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې څه باندې سل جریبه کوکنار اړول شوي

فراه کې څه باندې سل جریبه کوکنار اړول شوي

author avatar
13 Feb 2024 - 17:32
فراه کې څه باندې سل جریبه کوکنار اړول شوي
author avatar
13 Feb 2024 - 17:32

فراه(پژواک، ۲۴ سلواغه ۱۴۰۲): د فراه امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د امنیتی او کشفي ځواکونو له خوا پر ۱۰۹ جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار تخریب او په تړاو یې ۸۷ کسان نیول شوي دي.

د فراه امنیه قوماندانۍ له لوري په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي چې د یوې اونۍ عملیاتو په جریان د دغه ولایت په مرکز، بکواه، فراه‌رود، خاکسفید، بالابلوک، لاش اوجوین، شیب‌کوه ولسوالیو کې ۱۰۹ جریبه کرل شوي کوکنار اړول شوي.

سرچینه زیاتوي، د دغو کرل شوو کنارو په تړاو ۸۷ کسان هم نیول شوي چې له لومړنیو پوښتنو او څېړنو وروسته به عدلي او قضایی ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

ورته مهال د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي د حکومت دا کړنه ستایي، خو وایي چې کروندګرو ته دې د بدیل کښت زمینه برابره شي.

د پرچمن ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالحمید پژواک وویل:« موږ د حکومت دا کړنه ستایو چې د مخدره توکو د مخنیوي قاچاق او کرکیلې پر وړاندې جدی اقدامات کوي، خو ترڅنګ یې باید له دهقانانو سره مرستې وشي.»

نوموړی زیاتوي، دا چې په وطن کې وچکالي ده، کروندګر له ستونزو سره مخ دي نو په کار ده چې مربوطه ارګانونه له کروندګرو سره د بدیل کښت برخه کې مرسته وکړي.

Views: 23

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.