Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي چې په هېواد کې د زدهکړو دروازو تړلو امله ولس واټن نیولی او د شخصي خواهشاتو له مخې له علم سره مخالفت کول لویه جفا ده.
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې د چارو ډیجیټلي کولو پروسه پیل کړې او وایي چې په دې سره به په کاري پروسو کې لنډون او روڼتیا رامنځته او د خدماتو کیفیت به لوړ شي.
د چین حکومت اعلان کړی چې د فرانسې، جرمني، ایټالیا، هالنډ، اسپانیا او مالیزیا وګړي پرته له ویزې د لنډ مهال لپاره دغه هېواد ته ورتللی شي.
د فارس خليج همکاريو شورا شپږ غړي هېوادونه د اروپا د شینګن ويزې په څېر ګډه سیاحتي ويزه رامنځته کوي.
د پاکستان د پارلمان غړی محسن داوړ وايي، د دغه هېواد سترې محکمې منلې چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو پر پرېکړه غور کوي.
د کابل امنیه قومانداني وايي، هغه کس به ژر د قانون منګولو ته وسپاري چې په نظامي جامو کې په زور د یوه ځوان د سر ويښتان کموي او ویډیو یې په خواله رسنیو کې خپره شوې ده.
یو شمېر کابل ښاریان وایي، ځیني موټرچلوونکي – چې ظاهراً د ټکسي په بڼه کار کوي – خلک په دوکه د موټر د مخې سیټ کې کېنوي او غلا ترې کوي، خو پولیس له داسې کړنو د مخنیوي ډاډ ورکوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، طبیعي پېښو او د ځینو خلکو لاسوهنو له امله غور کې د جام منار استحکام او تزئیناتو ته زیان اوښتی دی.
د افغانستان بانک چارواکو د م.م له ځانګړي همغږيکووني سره په لیدنه کې یو ځل بیا د هېواد پر بانکي سکټور د لګېدلو محدودیتونو لرې کېدو غوښتنه کړې او له هغه یې غوښتي چې په افغانستان کې د پرمختګونو په اړه نړۍوالې ټولنې ته واقعي راپور وړاندې کړي.
د کابل امنیه قومانداني وايي، پولیسو د کابل ښار اتمې حوزې اړوند سیمه کې نږدې ۳۱ زره »زیګپ» ټابلیټ ترلاسه کړي او ورسره په تړاو دوه کسان هم نیول شوي دي.
د کابل امنیه قومانداني وايي، د کابل ښار دشت برچي سیمې د «بهار سراب» مارکېټ پارکینګ کې چاودنه شوې چې له امله یې درې موټر ویجاړ شوي دي.
کابل (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۲): د افغانستان اسلامي امارت د فلسطین د غزې ښار له شماله د فلسطینیانو جبري بېځایه کېدنه جنګي جنایت بولي او
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP