Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
بلخ کې ځایي مسوولین وایي چې د ا.ا د مشرتابه د ځانګړي فرمان له مخې، د دغه ولایت له عمومي زندانه د ۳۳ ښځو په ګډون ۱۱۷ کسان ازاد شول او د څه باندې سلو کسانو د بند موده کې کموالی راغی.
د بلخ د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولین وایي چې روان کال د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د ۱۳۶ میلیون افغانیو په لګښت ۱۸ د اوبو رسولو شبکې او ۹ چکډیمونه جوړ شوي دي.
د بلخ د مرکز مزارشریف ښاروالۍ مسوولین وایي چې له تېرو پنځو ورځو راهیسې یې د دغه ښار له بېلابېلو ناحیو شاوخوا ۷۰۰ موټره کثافات راټول او ځانګړي ځای ته یې انتقال کړي دي.
د بلخ د ترافیکو مدیریت مسوولین وایي چې د روان کال لومړیو لسو میاشتو کې په دغه ولایت کې ۱۲۴ ترافیکي پېښې شوې چې له امله یې ۳۰۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د بلخ پوهنې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د شمال زون په کچه د قرانکریم حافظانو ترمنځ د حسن قرائت سیالۍ ترسره شوې.
د بلخ د بدني روزنې او ورزش ریاست وایي چې د دغه ولایت د غرختونکو فدراسیون ۱۴کسیزې ډلې وکولای شول د سیفالدین غره تر ټولو لوړه څوکه فتحه کړي.
د بلخ اوسېدونکي او لرغونپوهان وایي چې د دغه ولایت لرغوني اثار په کانټینرونو کې ساتل کېږي او له حکومته غوښتنه کوي چې د خوندیتوب په موخه دې ورته معیاري او مجهز موزیم جوړ کړي.
د بلخ فولرزم سیالیو فدراسیون وایي چې د دغه ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د «راتلونکي جوړوونکو» تر سرلیک لاندې د فولرزم سیالۍ ترسره شوې.
د بلخ اطلاعات او فرهنګ ریاست وایي چې د ترکیې (ټیکا) اداره غواړي چې دغه ولایت کې د مولانا جلالالدین محمد بلخي د پلار خانقاه بیا ورغوي.
د بلخ په البرز ولسوالۍ کې یو شمېر زدهکوونکي وايي چې ښوونځي يې ودانۍ نه لري او د ښوونکو او درسي موادو له کمښت سره هم مخ دي.
د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي چې سږ کال له دغه ولایته بهرنیو هېوادونو ته څه باندې ۶۰۰ زره ټنه خوږهولې (شیرینبویه) صادره شوې چې د تېر کال په پرتله پنځوس سلنه ډېروالی ښيي.
د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار لومړۍ ناحیه کې د اته میلیون افغانیو په لګښت د ۶۵۰ متره سړک کانکرېټولو چارې پیل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP