Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د خیبر پشتونخوا ایالت کې د سېلابونو راتلو له امله ۶۸ کسان مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې، خیبر پښتونخوا کې د ځمکې ښوېدو له امله د یوې کورنۍ ۱۲ غړي مړه شوي دي.
رسنیو راپور ورکړی چې جرمني د هغو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې چې مجرم پېژندل شوي او په لومړي پړاو کې یې ۲۸ افغانان له دغه هېواده را ایستلي دي.
افغانه پاراتکواندوکاره ذکیه خدادادي د پاریس پارالمپیک سیالیو کې برنزو مډال ګټوونکې شوه.
د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي له امیرخان متقي سره په لیدنه کې له اسلامي امارت غوښتي څو د نجونو زدهکړو او د ښځو کار په اړه پر خپله پرېکړه بیا کتنه وکړي.
د کرنې وزارت مسوولین وايي، د وروستي یوه کال په اوږدو کې یې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ برخو کې د ۳۰۰ میلیون ډالرو په لګښت ۲۷۱ پروژې پلې کړې او د کرنې او مالدارۍ وزارت سکټور د ملاتړ په موخه یې پر کروندګرو او مالدارانو ۱،۳ میلیارد افغانۍ وېشلې دي.
د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي، تېر یوه کال کې په هېواد کې د جرمونو کچه ۳۰ سلنه کمه شوې، د انسانتښتوونکو پر وړاندې ۲۵۰ عملیات ترسره او دغهراز ۷۶ تښتوونکي نیول شوي او ۳۴ نور له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې له منځه تللي دي.
د ټالینډ چارواکي وايي چې د دغه هېواد په څو ایالتونو کې د سېلابونو راتلو له امله لږ تر لږه ۲۲ کسان مړه او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.
بنګلهدېش کې د سختو موسمي بارانونو او سېلابونو له امله ۲۰ کسان مړه او څه باندې پنځه میلیون نور کسان اغېزمن شوي دي.
رسنیو راپور ورکړی چې د فرانسې پولیسو د ټيلګرام بنسټګر او اجرایی مدیر پاول دوروف پاریس ته نږدې په هوايي ډګر کې نیولی دی.
د هند په اندرا پرادېش ایالت کې د درمل جوړولو یوه فابریکه کې چاودنې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژلي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.
د ایران په یزد ولایت کې د پاکستاني زیارتکوونکو لېږدوونکی بس موټر چپه شوی او اور یې اخیستی چې له امله یې ۲۸ کسان مړه او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن