ژبه

د کانالونو نشتوالی؛ هلمند کې ۳۰ سلنه کرنیزې ځمکې له کښته پاتې دي

توسط رضوان الله بلال

اکتوبر 1, 2024 - 5:01 pm

Views: 201

لښکرګاه (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۳): د هلمند د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي وایي، په سیمو کې یې د کانالونو نشتوالي له امله ډېره اندازه کرنیزه ځمکه له کښته پاتې ده او هغه کانالونه چې څو لسیزې مخکې جوړ شوي دي، بیارغونې او پاک‌کارۍ ته اړتیا لري.

د هېواد په سویل کې پروت هلمند ولایت چې د نورو ولایتونو په پرتله پراخه اراضي لري، د وروستیو کلونو وچکالۍ له امله یې کروندګرو او اوسېدونکو سخت زیانونه ولیدل.

اوس د دغه ولایت د یو شمېر ولسواليو اوسېدونکي شکایت کوي چې د کانالونو د نشتون او دغه‌راز د شته کانالونو پاکولو ته د حکومت د نه‌پاملرنې له امله یې ډيره اندازه کرنیزې ځمکې شاړې پاتې دي.

د دغه ولایت د موسی‌کلا ولسوالۍ د لنډۍ ناوې سیمي یو اوسېدونکی محمداغا وايي، په سیمه کې یې ډېرې کرنیزې ځمکي شته چې د کانال د نشتون له امله له کښته پاتې دي.

هغه وویل: «دلته هغه کانالونه چې د ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال جوړ شوي وو، هغه هم زیاتره یې ویجاړ او ډک شوي دي او دلته د خلکو په زرګونه هکټاره ځمکې شاړي پاتې دي.»

دغه‌راز، د نوزاد ولسوالۍ د دره‌میان سیمي یو اوسېدونکی غوث‌الله توحید وايي، دغې ولسوالۍ کې د تېرو وچکالیو له امله ځینې کانالونه یا په بشپړ ډول له منځه تللي او یا یې هم ډېرې برخي تخریب شوې دي.

نوموړي وویل، دې ولسوالي ته د ظاهرشاه د واکمنۍ پرمهال یو لوی کانال منظور شوی چې لا هم نه دی جوړ شوی او که حکومت ورته پاملرنه وکړي، د دوی د کرنیزو ځمکو د اوبو ستونزې به ورسره حل شي.

هغه زیاته کړه: «زموږ د ولسوالۍ په دره‌میان او ځینو نورو سيمو کې هغه کانالونه چې پنځه لسیزې مخکي رغول شوي وو، هغه د تېرو وچکالیو له امله ټول تخریب او ځینې یې په بشپړه ډول له منځه تللي دي چې له امله یې د خلکو په زرګونه جریبه کرنیزې ځمکي شاړي پاتې دي.»

همدارنګه، د مارجې ولسوالۍ د یوولسم بلاک سیمې اوسېدونکی ملا عبدالرازق وایي: «د مارجې ولسوالۍ یوولسم بلاک سیمه هیڅ کانال نه‌لري، کومو کسانو ته چې د ظاهرشاه وخت کې ځمکي ورکول شوې دي، هغه خلک دومره بې‌وزله دي چې د کانال د رغولو توان نه‌لري او کرنیزې ځمکي یې ټولې شاړې پاتې دي.»

دوی وايي، د اشر په ډول د سیمې خلک په څو کلونو کې یوازې یو وار د خپلو سیمو پخواني کانالونه پاکوي خو هر وخت یې د پاکولو او جوړولو توان نه‌لري او غوښتنه کوي چې کرنیزو ځمکو ته یې کانالونه جوړ شي.

ورته مهال، د دغه ولایت د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض وايي، هلمند کې د کانالونو د نشتون له امله ۳۰ سلنه کرنیزې ځمکې شاړې پاتې دي.

هغه وویل: «واقعاً په دغه ولایت کې د تېرو وچکالیو له امله ۳۰ سلنه کرنیزې ځمکې شاړې پاتې دي، دا هغه ارقام دي چې د اوبو د تنظم اداري لخوا سروې شوې ده.»

ریاض زیاتوي، ولایتي ادارې هڅې پیل کړې چې د دغه ولایت خلکو ته د کانالونو د پاک‌کارۍ او نویو کانالونو په جوړولو سره دغو ستونزو ته رسیدنه وکړي.