Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د سرپل ګلیم اوبدونکي په دغه ولایت کې د ګلیمونو د بازار پیکه کېدو په اړه اندېښمن دي او وایي، د دغه صنعت په له منځه تلو سره به هغه مېرمنې بېکاره شي چې د ګلیم اوبدلو په برخه کې پر کار بوختې دي.
په سرپل ولایت کې د انګورو بڼوال وایي، سږ کال یې د باغونو د انګورو حاصلات ډېر شوي دي، خو د پلور لپاره یې مناسب مارکېټ نشته.
د سرپل د کرنې ریاست د یاد ولایت په ګوسفندي ولسوالۍ کې د ملخانو له منځه وړلو د کمپاین پيلېدو خبر ورکوي.
د سرپل د کرنې ریاست چارواکي وایي، سږ کال د دغه ولایت په یو شمېر سیمو کې د بېوخته ورښتونو او وچکالۍ له امله شاوخوا ۶۰ سلنه للمي او ۱۵ سلنه د اوبو کښتونه له منخه تللي دي.
د سرپل د عامې روغتیا ریاست وایي، په یوه اوونۍ کې پر اسهال او تنفسي ناروغیو اخته ۸۰۰ ناروغان په دغه ولایت کې ثبت شوي دي.
د سرپل د کار او ټولنیزو چارو رییس وایي چې په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۵۰۰ ماشومان د سړکونو غاړو ته پر کارونو بوخت دي.
د سرپل ولایت د استخباراتو رییس ادعا لري چې په هېواد کې د وروستیو وژنو تر شا ځیني مخکني سیاسي رهبران لاس لري.
د سرپل د کرنې رییس وایي چې حکومت د تېرو شپږو میاشتو په ترڅ کې ۲۰زره جریبه ځمکه له غاصبینو ګرځولې ده.
د سرپل د پاسپورټ امریت مسوولین وایي چې په دوو اوونیو کې د دغه ولایت د پاسپورټ امریت عواید څلور میلیونه ۳۴زره او ۵۰۰ افغانیو ته رسېدلي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP