Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کونړ ولایت مرورې ولسوالۍ کې د ۸.۵ میلیون افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو د دوو شبکو جوړېدو چارې پیل شوې.
د کونړ چاپېریالساتنې ریاست په دغه ولایت کې د ښوونځیو او دیني مدرسو زدهکوونکو ته د اقلیمي بدلونونو او چاپېریالساتنې ارزښت په تړاو د عامه پوهاوي کمپاین پيل کړی دی.
د عامې روغتیا وزارت له خوا د کونړ ولایتي روغتون کې په لومړي ځل د هیموفیلیا ناروغۍ درملنې خدمات پیل شول.
د کونړ د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ «د اسلامي هوساینې نړۍوالې موسسې» په مالي همکارۍ نن د دغه ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د پاکو اوبو رسولو د دوو شبکو جوړېدو چارې پیل شوې.
د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې د چاپان د حکومت او خلکو د ۱۱ میلیون افغانیو په مالي لګښت د یوه لومړني ښوونځي ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د کونړ د کرنې ریاست مسوولین وایي، تېرو شاوخوا درېیو کلونو کې د ځينو موسسو په مرسته د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې نږدې ۳۰۰۰ هکټاره ځنګلونه بیا احیا شوي دي.
د کونړ اوسېدونکي له حکومت او مرستندویه ادارو غواړي چې په دغه ولایت کې د ورستیو سېلابونو له امله زیانمې شوې لویې لارې بېرته ورغوي او مسوولین وايي، د یادو لارو د جوړېدو هڅې یې پیل کړې دي.
د کونړ د کرنې ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې یې د ډنمارک د کډوالو شورا په مالي مرسته نږدې ۵۰۰ کورنیو ته د خوړو خوندیتوب او معافیت ښهوالي په موخه د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره کړې ده.
د کونړ سیمهییز مسوولین وایي، نن سهار د دغه ولایت په وټهپور ولسوالي کې د سختو ورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې له امله یې یوه مېرمن مړه شوې او د دوو ماشومانو په ګډون درې نور کسان ټپیان شوي دي.
د کونړ د والي مرستیال په دغه ولایت کې د یو شمېر رسنيو له خبريالانو سره په ناسته کې ویلي، له خبریالانو سره هر ډول همکارۍ ته ژمن دي او هڅه کوي پر وخت کره او دقیق معلومات ورکړي.
کونړ کې ځايي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په وټهپور ولسوالي کې د یوې کورنۍ اته غړي مسموم شوي چې له ډلې یې درېیو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او پاتې نور تر درملنې لاندې دي.
د کونړ ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت په ناړۍ ولسوالي کې د موټر چپه کېدو پېښه کې ۱۰ کسان او د څوکۍ ولسوالۍ په چنارو سیمه کې د یوه کور د خونې چت پرېوتو له امله شپږ کسان ټپيان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP