Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
فاریاب کې سیمهییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د څلورو جلا ترافیکي پېښو له امله یو ماشوم مړ او نهه کسان نور ټپیان شوي دي.
د فاریاب د مرکز میمنې ښار یو شمېر اوسېدونکي د دغه ښار د سړکونو غاړو ته د ولاړو ونو پر وچېدو او وهل کېدو اندېښنه ښيي او وايي، مسوولین دې د ښار سمسورولو لپاره اغېزناک پلان جوړ کړي.
فاریاب کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د لاسيبم چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او یو بل ټپي دی.
د فاریاب، زابل ، اروزګان او جوزجان ولایتونو بېلابېلو ترافیکي پېښو کې شپږ تنه مړه او ۱۵ نور ژوبل شوي دي.
فاریاب کې سیمهییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په بندر ولسوالۍ کې یوه کس ته لومړی زهر ورکړل شوي او وروسته زندۍ شوی دی.
مسوولین وایي چې فاریاب او سرپل کې د اوبو رسونې پنځو شبکو او د یوه چوک جوړولو چارې بشپړې او دغو ولایتونو کې د شپږو چکډيمونو او یوه چوک جوړولو چارې پیل شوې.
فاریاب کې ځایي سرچینې وايي چې د دغه ولایت المار ولسوالۍ په چغاتک سیمه کې یو صراف وژل شوی دی.
فاریاب کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په دولتاباد او بلچراغ ولسوالیو کې یوې ۱۲ کلنې نجلۍ او یوه ۲۵ کلن ځوان ځانوژنه کړې ده.
فاریاب ولایت کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د پښتونکوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوه کسان د یوه حکومتي کس په ګډون وژل شوي او په میمنې ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان ټپیان شوي دي.
فاریاب کې ځایي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په مرکز میمنې ښار او قیصار ولسوالۍ کې د دوو ترافیکي پېښو له امله د یوې ښځې په ګډون دوه کسان مړه شوي دي.
فاریاب کې سرچینې د قطر هېواد سیلاني شیخ عبدالله بن جاثم او د دغه ولایت د والي ترمنځ له لیدنې خبر ورکوي او وايي، یاد سیلاني فاریاب کې اطلاعات او فرهنګ وزارت سره د ځینو مرغانو د قانوني ښکار درې کلن تړون لاسلیک کړ.
فاریاب کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په کرزېوان ولسوالۍ کې یوه ۱۶ کلن ځوان ځانوژنه کړې او یو ۲۳ کلن ځوان په ترافیکي پېښه کې مړ شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP