ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فاریاب کې ځیني خلک د میمنې ښار سړکونو غاړو ته د ونو پر وچېدو او وهلو اندېښنه ښيي

فاریاب کې ځیني خلک د میمنې ښار سړکونو غاړو ته د ونو پر وچېدو او وهلو اندېښنه ښيي

author avatar
13 Jan 2024 - 15:41
فاریاب کې ځیني خلک د میمنې ښار سړکونو غاړو ته د ونو پر وچېدو او وهلو اندېښنه ښيي
author avatar
13 Jan 2024 - 15:41

میمنه (پژواک، ۲۳ مرغومی ۱۴۰۲): د فاریاب د مرکز میمنې ښار یو شمېر اوسېدونکي د دغه ښار د سړکونو غاړو ته د ولاړو ونو پر وچېدو او وهل کېدو اندېښنه ښيي او وايي، مسوولین دې د ښار سمسورولو لپاره اغېزناک پلان جوړ کړي.

ځایي مسوولینو د خلکو د دې اندېښنو په تایید د میمنې ښار واټونو غاړو د ونو وچېدو لامل وچکالي، د تېر حکومت بې‌پروايي، د لښتیو غیرمعیاري کانکرېټ‌اچونه، د حمامونو او تشنابونو د فاضله اوبو خوشې کول او د تېر کال سړه هوا بللي او ټینګار کوي چې د وهل شوو ونو پر ځای د نوو نیالګیو اېښودل یې له کاري لومړیتوبونو دي.

د میمنې ښار د کوهي‌خانې ګذر وکیل احمدسالم اشکاني د پخوانیو او زینتي ونو پر وچېدو اندېښمن دی او وايي، ونې او سمسورتیا د چاپېریال ساتنې او انسانانو د روغتیا برخو کې ډېر ارزښت لري او همدارنګه په ښار کې د ناجو ونې د ښار ښکلا دي چې د تېر حکومت مسوولینو د بې‌کفایتۍ او بې‌پروایۍ له امله ۵۰ سلنه وچې شوې او له منځه تللې دي.

نوموړي زیاته کړه، د ونو پرې کولو په دوام ټاکل شوې چې د میمنې ښاروالي د ناجو څه باندې ۵۰۰ لویې وچې شوې ونې ووهي، اړینه ده چې ځایي حکومت او اړوند بنسټونه ژر تر ژره د وهل کېدونکو ونو پر ځای نور نیالګي کېږدي، که نه په راتلونکو کلونو کې به په دغه ښار کې ژوند ستونزمن شي.

د میمنې ښار یو بل اوسېدونکی فیروز وايي، هر کال د ناجو د سلګونه ونو وچېدو له امله د هغو د پرې کولو او پلور شاهدان دي خو د پلورل شوو ونو په بیه څو نیالګي کېږي.

هغه د میمنې له نوي ښارواله وغوښتل څو د تازه نیالګیو په اېښودو سره د میمنې ښار سمسور کړي.

د فاریاب یو قومي مشر عبدالقدوس‌قلیچ وايي: «د میمنې ښار د ناجو ونې ۶۰ کاله مخکې د وخت ستر واکمن غلام حیدرخان عدالت له‌ خوا اېښودل شوې وې، دغه ښار په سمسورتیا، ښکلا او د هوا پاکوالي برخو کې شهرت درلود خو د ښار د مسوولینو او اوسېدونکو نه پاملرنې له امله تر ۵۰ سلنه ډېرې ونې وچې شوې او له منځه تللې دي.»

قلیچ زیاته کړه، تر هغو چې خلک د خپل ښار پر وړاندې د مسوولیت احساس او د عامه شتمنیو ساتنې برخه کې مرسته ونه کړي، حکومت په یوازې ځان هیڅ نه شي کولای.

د فاریاب چاپېریال‌ساتنې ادارې رییس حافظ محمداسماعیل د میمنې ښار د سړکونو غاړو ته د ناجو ونو وچېدو لاملونه د کانکرېټي لښتیو غیرمعیاري جوړول، پر وخت د اوبو نه رسېدل، لښتیو کې د حمامونو او تشنابونو د فاضله اوبو خوشې کول، د کسبه‌کارانو له لوري پر ونو د مېخونو وهل او د تېرو کلونو ساړه ژمي ګڼي.

هغه وویل چې یوه ونه لږ تر لږه ۲۰ کسانو ته اکسېجن برابروي، د هغو وچېدل او پرې کول د چاپېریال ککړتیا لامل کېږي.

 نوموړي وویل، که ځایي اداره، اړوندې ادارې او د میمنې خلک د سرسبزۍ او د چاپېریال ساتنې په موخه جدي اقدامات ونه کړي، په دغه ښار کې به ژوند ډېر ګران شي.

د فاریاب د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس حاجي عزت‌الله نوراني وايي، سخت متاثره یم چې د تېرو مسوولینو او د خلکو بې‌پروایۍ له امله ۵۰ سلنه د ناجو ونې چې د میمنې ښار ښکلا وه، وچې شوې دي.

د کرنې د رییس په خبره، د میمنې ښار د ناجو ونې ۶۰ کاله مخینه لري، خو د تېر حکومت د ښاروالۍ، د کرنې او چاپېریال ساتنې ادارو او دغه راز د خلکو  د بې‌غورۍ له امله له منځه تللې دي.

هغه وویل: «د ونو اوبه کولو او ساتنې ته پام نه دی شوی؛ بېلابېلو بنسټونو، د ټاکنو نوماندانو، کسبه‌کارانو او ځينو نورو خلکو د خپلو تبلیغاتي او اشتهاري لوحو نصبولو په موخه پر هره ونه سلګونه مېخونه ټک وهلي، اوس لازمه ده چې د ولایت ځایي اداره او د فاریاب پېژندل شوي سوداګر د میمنې ښار سمسورتیا په موخه د نیالګیو اېښودو برخه کې مرسته وکړي، باکیفیته نیالګي او دغه راز د ونو اېښودو ماشینونه دې ورته راوړل شي.

د میمنې ښاروال داملا ګل‌احمد مبشر وایي چې د میمنې ښار د ونو ۷۰ کاله کېږي، اوس زړې شوې، د وچکالیو او د اوبو د کمښت په مقابل کې مقاومت نه شي کولی.

مبشر وویل: «د تېر حکومت پر مهال د ناجو سلګونه ونې وچې او پرې شوې، د هغو پر ځای نور نیالګي نه دي اېښودل شوي، که اېښودل شوي هم دي، کمزروي وو، سمه ساتنه یې هم نه ده شوې، د ماشومانو یا څارویو له خوا له منځه وړل شوي، ټاکل شوې چې را روان کال ۵۰۰ نورې وچې شوې ونې د ولایت د موظف شوي پلاوي تر څارنې لاندې قطع او د هغو په پیسو نور باکیفیته نیالګي وپېرل شي او کېښودل شي.»

هغه وویل، څو د حکومت بېلابېل ارګانونه، موسسې، سوداګر او خلک په میمنه کې د اېښودل شوو ونو ساتنه کې همکاري ونه کړي، ښارولي په کمو امکاناتو  او یوازې ځان دغه کار ته رسېدنه نه شي کولی.

د میمنې ښاروال له موسسو او سوداګرو غوښتنه وکړه څو د دغه ښار په بیا سمسورتیا کې مرسته او همکاري وکړي.

Views: 11

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.