Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فاریاب کې په جلا پېښو کې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي

میمنه (پژواک، ۴ لېندۍ ۱۴۰۲): فاریاب ولایت کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې د پښتونکوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوه کسان د یوه حکومتي کس په ګډون وژل شوي او په میمنې ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان ټپیان شوي دي.

د فاریاب د اطلاعات او فرهنګ رییس مولوي شمس‌الدین محمدي یاده پېښه تاییدوي، خو ویې ویل چې تر اوسه د قضیې اړوند جزییات یې نه دي ترلاسه کړي.

خو د پښتونکوټ ولسوال قاري عبدالوکیل متوکل وايي: «د رحمت‌الله په نوم زموږ یو سرتېری د لېندۍ په ۳مه د جمعې په ورځ له غرمې مخکې په ندیراباد سیمه کې د خپل یوه ملګري له لوري وژل شوی او قاتل له غرمې وروسته له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو.»

متوکل وویل چي رحمت‌الله د پښتونکوټ د قره‌کل کلي اوسېدونکی تېره ورځ ندیراباد سیمې ته د خپل ملګري هدایت‌الله لیدو ته - چې محصل او ښوونکی هم وو- ورغلی چې هلته د نوموړي له لوري په ډزو ووژل شو.

نوموړي زیاته کړه چې په قتل تورن کس د پېښې له ځایه تښتېدلی او د کلي په منځ کې په یوه کدانه کې پټ شوی و چې د امنیتي ځواکونو د پلټنې او تلاشۍ پر مهال یې ډزې کړې او په مقابلو ډزو کې وژل شول شوی دی.

د یوه بل خبر له مخې د میمنې ښار په لومړۍ ناحیه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان ټپيان شوي دي.

د فاریاب د ترافیکو امریت د پېښو مدیر احمد فهیم کوهي پژواک ته وویل چې تېر مازدیګر پر موټرسایکل سپاره درې ځوانان د دمقول په لاره یوه کانال ته لوېدلي چې د دې پېښې له امله درې واړه ټپیان شوي او یو یې د کوما په حالت کې دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.