Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
تالقان (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۲): د هېواد شمالختیځو ولایتونو ځينو اوسېدونکو د ورسج – پنجشېر سړک چارو پر درېدو اندېښنه ښيي او وایي، که څه
امام حسین چې ۲۰ کاله مخکې په تخار کې د الوتکو بمبار له امله د پښو او ملا له برخو معلول شوی وایي، د اختر ورځو له خوشالیو خوند نه اخلي؛ ځکه اوس یې یوازېنۍ هیله خپلې اووه کسیزې کورنۍ ته د نفقې برابرول دي.
د تخار امنیتي مسوولین د اختر په ورځو کې د امنیت د ټینګښت ډاډ او دغهراز خبرداری ورکوي، هر ملکي او نظامي کس چې د اختر ورځو په خوښۍ کې ډزې وکړي، نیول کېږي او سزا ورکول کېږي.
د تخار ولایت یو شمېر ځوانانو د چاپېریال ساتنې او د دغه ولایت لرغونو سیمو ته د ډېرو سیلانیانو جلبولو په موخه په فرخار او ورسج ولسوالیو کې پر دېوالونو د نقاشۍ چاره پیل کړې ده.
د تخار ځایي مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز او رستاق ولسوالۍ کې د ۲۴ میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د پنځو پروژو چارې پيل شوې چې په بشپړېدو سره به یې ۱۵ زره کسان د څښاک له پاکو اوبو برخمن شي.
په تخار کې یو شمېر لوستي ځوانان په دولتي ادارو کې په حکمي ډول د ګومارنو په تړاو اندېښنه څرګندوي او وايي، د حکمي ګومارنو دوام به د ځوانانو د غیرقانوني کډوالېدو او له زدهکړو سره د دوی د لېوالتیا کمېدو لامل شي.
په تخار کې د یو شمېر خصوصي لوړو زدهکړو موسسو مسوولین د زدهکړیالانو له لوري د تحصیل پر پرېښودو اندېښنه ښيي او وايي، د دغه ولایت په خصوصي پوهنتونونو کې د زدهکړیالانو شمېر ۸۰ سلنه کم شوی دی.
تالقان (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲): په تخار کې ځايي سرچينې وايي، نن سهار د تخار پوهنتون پر يوه محصل د ناپېژاندو کسانو له خوا د
د تخار یو شمېر بڼوال د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، د معیاري سړو خونو نشتوالي او د لارو خرابوالي له امله یې هر کال محصولات له منځه ځي او یا یې په ارزانه بیه پلوري.
اړینو روغتیایي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله د تخار یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکو له شکایت وروسته، د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست له لرو پرتو سیمو د تخار مرکز ته د ناروغانو لېږدولو په موخه د پنځو مجهزو امبولانسونو د وېش خبر ورکوي.
د تخار د ورسج ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د تاریخي ابداتو بیارغونې ته د نه پاملرنې له امله اندېښمن دي او وایي، د «شیخ خلیلالله ولي» تاریخي ابده چې ۴۸۰ کاله مخینه لري، د له منځه تلو له ګواښ سره مخ ده.
د تخار د ورسج ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د معیاري روغتیايي مرکزونو نشتوالي او مواصلاتي لارو خرابوالي له امله د ناروغانو درمنلې او مرکز ته د هغوی لېږدولو برخو کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP