منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۸ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

نامعلومو کسانو د تخار پوهنتون یو محصل وژلی

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۷۶ کتنې · تازه شوی

تالقان (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲): په تخار کې ځايي سرچينې وايي، نن سهار د تخار پوهنتون پر يوه محصل د ناپېژاندو کسانو له خوا د چاقو په وسیله برید شوی چې لومړی ټپي او بیا روغتون ته تر لېږدولو وروسته مړ شوی دی.

د تخار پوهنتون رییس قاري محمدبشیر مجاهد د پېښې په تایید سره پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده پېښه د پوهنتون له محوطې بهر هغه مهال رامنځته شوه چې دغه محصل نن سهار شاوخوا ۶ بجې د درس ویلو په موخه له پوهنتونه بهر وتلی و.

مجاهد زیاتوي، دغه محصل امیدالله نومېده، د کندوز د خان‌اباد ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی او د تخار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د دویم کال محصل و.

د تخار پوهنتون رییس که څه هم د یادې پېښې د لامل او انګېزې په اړه ناخبري ښيي خو وايي، له امنیتي ځواکونو سره په همغږۍ د پېښې د عاملینو د نیولو هڅې روانې دي.

د تخار امنیتي مسوولینو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه