ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار خلک: د شیخ خلیل‌الله ولي تاریخي ابده د له منځه تلو له ګواښ سره مخ ده

د تخار خلک: د شیخ خلیل‌الله ولي تاریخي ابده د له منځه تلو له ګواښ سره مخ ده

author avatar
5 Jun 2023 - 17:00
د تخار خلک: د شیخ خلیل‌الله ولي تاریخي ابده د له منځه تلو له ګواښ سره مخ ده
author avatar
5 Jun 2023 - 17:00

تالقان (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۲): د تخار د ورسج ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د تاریخي ابداتو بیارغونې ته د نه پاملرنې له امله اندېښمن دي او وایي، د «شیخ خلیل‌الله ولي» تاریخي ابده چې ۴۸۰ کاله مخینه لري، د له منځه تلو له ګواښ سره مخ ده.

د ورسج ولسوالۍ د خانقاه سیمې یو قومي مشر مولوي سید وارث وایي، شیخ خلیل‌الله ولي په خپل وخت کې د اهل تصوف یو مشر و چې په دې سیمه کې یې له مېشتېدو وروسته یو جومات او ۱۲ چله‌خانې جوړې کړې وې او د اهل تصوف او طریقت خلک پکې پر عبادت بوخت وو او ۴۸۰ کاله مخینه لري.

نوموړي زیاته کړه، دغه ځای یوه له پخوانیو ابدو څخه ګڼل کېږي چې اوس د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی.

د هغه په خبره، تېرو حکومتونو په ځلونو د یادې تاریخي ابدې رغولو ژمنې کړې وې، خو تر اوسه هیڅ پاملرنه ورته نه ده شوې.

هغه له حکومته په دې برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

دغه ځایي مشر زیاتوي چې د یادې تاریخي ابدې ځينې برخې د سیمې د ځوانانو او خلکو له خوا ترمیم شوې دي، خو د حکومت ډېرې پاملرنې ته اړتیا لري.

د یادې سیمې یو اوسېدونکی سید حکمت‌الله له یادې تاریخي ابدې بل ډول روایت لري او وایي: «زموږ د نیکونو له خوا روایت دی چې شیخ خلیل‌الله ولي په خپل وخت کې له سعودي عربستانه راغلی و، د ورسج ولسوالۍ په همدې سیمه کې مېشت شو چې وروسته یې جوماتونه او د عبادت لپاره مشخص ځایونه جوړ کړل او ده پکې عبادت کاوه چې بالاخره په همدې سیمه کې وفات او همدلته دفن شو.»

د هغه په خبره، دغه ځای له ډېر پخوا راهیسې پر یوه تاریخي او لیدلو وړ ځای بدل شوی چې که حکومت یې بیارغولو ته پاملرنه ونه کړي، نو د وخت په تېرېدو سره به له منځه ولاړ شي.

په همدې حال کې، د تخار د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي ذبیح‌الله انصاري پژواک ته وویل چې د دغه ولایت لرو ولسوالیو ته یې د سفر په ترڅ کې هغه تاریخي ځایونه او ابدې چې د سیمې خلکو له خوا غصب شوې وې، بېرته راګرځولي دي.

نوموړی زیاتوي چې په یاد ولایت کې د ټولو تاریخي ابداتو بیارغولو لپاره د حکومت له خوا هڅې روانې  دي.

د یادونې ده، تخار د افغانستان په شمال‌ختیځ کې یو له هغو ولایتونو څخه دی چې ګڼ تاریخي ابدات لري او د ځايي خلکو په وینا، ډېری یې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.

Visits: 79

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.