Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
تالقان (پژواک، ۵ غویی ۱۴۰۲): د تخار ولایت یو اوسېدونکی اسماعیل چې پنځه کاله مخکې د جګړې له امله له پښې معلول شوی وایي، جګړې
ځيني کوچیان چې د تخار ولایت په لرو سیمو کې د ډېرو کمو لومړنیو امکاناتو په لرلو سره ژوند کوي، په ژوند کې له دوامداره محرومیتونو شکایت لري او وایي، د څښاک پاکو اوبو په ګډون له هیڅ ډول امکاناتو برخمن نه دي.
د تخار ولایتي روغتون کې د روغتیايي کارکوونکو د کمښت په اړه د اندېښنو له زیاتېدو سره هممهاله، د دغه روغتون مسوولین وايي چې د روغتیايي پرسونل د کمښت ستونزې هوارولو هڅې روانې دي.
د تخار په مرکز تالقان ښار کې یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د پیازو بیو بېساري لوړېدو په اړه اندېښنه ښيي او وایي، د معیاري سړو خونو نشتوالي او د بازار نه کنټرول له امله د یوه من پیازو بیه له ۱۰۰ افغانیو څخه ۴۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
تالقان (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۱): د امو سیند اوبو د ویجاړیو له امله د تخار ولایت د کوکچې پورې غاړې ولسوالیو اوسېدونکو د اندېښنو له
د هلمند په مرکز کې د شپږ نیم میلیون افغانیو په ارزښت د سړک ترمیم او په تخار کې د څه باندې درې میلیون افغانيو په ارزښت، کانال جوړولو چارې پيل شوې.
د تخار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین د کوکچې پورې غاړې ولسوالیو کې، تاریخي ابداتو او لرغونو ساحو ته د یوه سفر په ترڅ کې وویل چې ډېری تاریخي ابدات او لرغونې ساحې د له منځه تلو په حال کې دي.
چرمي موزې «چمبوس» د هېواد په شمال، په ځانګړې توګه تخار ولایت کې یو له پخوانیو او مشهورو لاسي صنایعو څخه ګڼل کېږي او د خلکو ترمنځ خپل مینهوال لري؛ خو اوس دغه صنعت د بهرنیو وارداتو د زیاتوالي له امله د رکود له ګواښ سره مخ دی.
د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ امنیتي مسوولین وايي، په دغه ولسوالۍ کې یوې ځوانې نجلۍ له خپلې کورنۍ سره تر لفظي شخړې وروسته ځان وژنه کړې ده.
په تخار کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په رستاق ولسوالۍ کې د لرغونو اثارو د غلا په تور څلورو کسان نیول شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن