ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار اوسېدونکی اسماعیل: د معلولیت له امله د خپلې بې‌وزلې کورنۍ د اوږو بار شوم

د تخار اوسېدونکی اسماعیل: د معلولیت له امله د خپلې بې‌وزلې کورنۍ د اوږو بار شوم

author avatar
25 Apr 2023 - 17:26
د تخار اوسېدونکی اسماعیل: د معلولیت له امله د خپلې بې‌وزلې کورنۍ د اوږو بار شوم
author avatar
25 Apr 2023 - 17:26

تالقان (پژواک، ۵ غویی ۱۴۰۲): د تخار ولایت یو اوسېدونکی اسماعیل چې پنځه کاله مخکې د جګړې له امله له پښې معلول شوی وایي، جګړې ټوله خوشحالي ترې اخیستې او معلولیت یې د دې لامل شو چې له خپل سر او نیم سر اولادونو سره د خپلې بې‌وزلۍ کورنۍ د اوږو بار شي.

د ۳۵ کلن اسماعیل معصومانه کتل، ګنځې جامې او چاودي لاسونه په خپله د هغه د سخت ژوندانه کیسه کوي. هغه چې د جګړې قرباني دی، اوس ورته نه د اختر ورځې خوښۍ خوند لري او نه هم د خپلې بې‌وزلې کورنۍ ترڅنګ اوسېدل؛ خو په هېواد کې دایمي سوله یوازینۍ خبره ده چې په بیا بیا یې له خولې اورېدل کېږي.

دغه معلول له پژواک اژانس سره په خبرو کې وویل: «پنځه کاله مخکې کله چې په اشکمش ولسوالۍ کې له خپل کوره بازار ته د تلو تکل مې وکړ، ناڅاپه په جنګ کې ایسار شوم، د کلاشینکوف مرمۍ مې پر پښه ولګېده او په یوه معلول کس بدل شوم، په عین حال کې د ژوند له ټولو امکاناتو محروم شوم.»

اسماعیل چې د جګړې له امله په پښه معلول شوی او اوس له هغې پېښې پنځه کاله تېرېږي، وايي چې په ژوند کې له ډېرو ننګونو او ستونزو سره مخ دی.

هغه وویل: «زما معلولیت د دې لامل شوی څو د خوښیو له ورځو لکه د اخترونو د ورځو له خوښیو بې‌برخې پاتې شم، په هېواد کې پرله‌پسې جنګونو له زرګونو کورنیو د خوښۍ ټغر ټول کړی دی.»

اسماعیل زیاتوي، د اختر او نورو ورځو خوشحالي ده او د ده کورنۍ ته چې د جګړې قربانیان دي خوندورې نه دي؛ اوس یې یوازېنۍ هیله په هېواد کې دایمي سوله ده، څو د هېواد په یوه ځای کې د جګړې بوږنونکی غږ وا نه وري.

نوموړی چې له جګړو ترخې کیسې لري وایي، درې کاله د جنګ له امله د شپې له خوا ان د جماعت لمانځه ته نه شو تلای، خو اوس خوښ دی چې جګړه نشته او خلک د نسبي امنیت تر سیوري لاندې خپل کاروبار ته په ارامۍ سره رسېدنه کوي.

هغه وایي، شپږ سر او نیم سر اولادونه او یوه مېرمن لري چې اوس د خپل بې‌وزلي پلار د اوږو بار دی، د معلولیت له امله د کار کولو وس نه لري او نه شي کولی چې آن خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ برابره کړي.

هغه په تېر حکومت نیوکه کوي او وایي، تر اوسه یې له هېڅ ډول حکومتي امکاناتو آن د خپل معلولیت له حقونو هم نه دی مستفید شوی.

اسماعیل له سرپرست حکومته د مرستې غوښتنه کوي څو تر یوه بریده خپلې اقتصادي ستونزې پرې حل کړي.

په ورته وخت کې، د تخار د شهیدانو او معلولینو چارو رییس مولوي احسان‌الله له دې مخکې پژواک ته ډاډ ورکړی و چې د حکومت له لوري به معلولینو ته د قانون مطابق امتیازات ورکړل شي.

Views: 113

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.